ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
د غاښونو ناروغي یوه عامه ناروغي ده؛ په افغانستان کې خو له څه مودې راهیسې د دغې ناروغۍ له زیاتوالي او هم یې د درملنې د کیفیت له خرابوالي شکایتونه زیات شوي.
تاسې یا د کورنۍ غړي مو هم ممکن له دې ناروغۍ سره په عذاب اوسئ او اړتیا به لرئ، چې د ښه ډاکټر/ ډاکټرې په موندلو کې یې مشوره درکړل شي.
نو راځئ دا مطلب ولولئ، ځینې مشورې درسره شریکوو:
ډاکټري سوداګري ګرځیدلې!
په دې کې شک نشته، چې ډاکټري او له هغې ډلې د غاښونو طب د سوداګرۍ په یوه کار بدل شوی.
د دغه طب یوه لویه برخه مینه وال د دې لپاره د غاښونو ډاکټري لولي، چې هم یې زده کړې لنډ مهاله دي، هم یې کار نسبت نورو طبي خدمتونو ته اسانه دی او هم یې د ګټې وټې او مراجعینو کچه د طب له نورو برخو څخه پراخه ده.
نو چې داسې ده، څنګه د ښه او ناښه ډاکټر فرق وکړو او د غاښونو راتلونکی مو خراب نه کړو؟
په پیسو پسې ډېرمه ګرځئ!
پیسې د هر چا خوښیږي، ستاسې به هم خوښیږي، باید مو هم خوښې شي، خو خپل صحت ته به تر هر څه په مهم نظر ګورئ.
یوه لویه برخه خلک د غاښونو د درملنې لپاره عمومي مرکزونه په دې خاطر انتخابوي، چې مصرف یې کم دی.
دا ښه انتخاب نه دی، ځکه وایي ارزان بې علته نه وي او ګران بې حکمته نه وي.
که غواړئ د غاښونو له درده بیاـ بیا ونه کړیږئ او ښه درملنه یې وکړئ، په پیسو ډېر زړه مه خوږوئ.
پیسې د خپل وس مطابق زیاتې ولګوئ، خو د غاښونو له لانجې ځان سم بې غمه کړئ.
د دې لپاره به مو مشوره درته دا وي، چې د عامه کلینکونو پرځای مو د غاښونو درملنه په خصوصي مرکزونو کې وکړئ.
دا مشوره دې ته په کتو سره درکوو، چې د عمومي روغتیایي مرکزونو روغتیا پالان ډېرځله په دې تورنیږي، چې ګواکې د خپلو خصوصي کتنځایونو هومره په عمومي مرکزونو کې سم خدمات نه ترسره کوي.
څنګه ښه ډاکټر پیدا کړو؟
– له خپلو دوستانو څخه مشوره واخلو، چې د غاښونو کوم ښه ډاکټر پېژني. ضرور ده، چې مشوره له داسې کس څخه واخلو، چې در معرفي کوونکي ډاکټر ته ورغلی وي او له درملنې یې راضي وي.
– معمولاً داسې ډاکټرانو ته ورشئ، چې له پخوا نه یې په اوسني کتنځي کې فعالیت، شهرت او اعتبار موجود وي.
– د ډاکټر تحصیلي درجه، کاري سابقه او د هغو روغتیایي مرکزونو اعتبار او نوم هم په نظر کې ونیسئ، چې ده پکې دندې ترسره کړي.
ـ ستاسې د درملنې وخت هم په نظرکې ونیسئ، چې په څومره وخت کې، په څومره اخلاص او څومره لږه یا مناسبه بیه درملنه درته کوي.
څو نورې سپارښتنې
ـ له ډاکټر سره د وسایلو د پاکوالي، د استعمالونکو درملو د کیفیت او نورو مسئلو په اړه په خبرو او بحث مه شرمیږئ. ورنه وپوښتئ، معلومات وغواړئ، حتا دا معلومات له خپلو با تجربه دوستانو سره که نیږدې نه وي، له لیرې ځایه شریک او نظر یې وغواړئ.
ـ د ډاکټرانو په تلویزوني اعلاناتو، د کارځای په ډېر عصري توب او نورو ظاهري مسئلو مه تېروځئ. د درملنې په کیفیت یې ځان مطمین او بیا ورته مراجعه وکړئ.
ـ د غاښونو په اړه مو مفصلې خبرې ورسره وکړئ، بحث وکړئ او په پټو سترګو درملنه مه کوئ.