د بریالیو کسانو لس غوره ځانګړنې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: نورحبیب حبیبزی

هر انسان د یوې اتلې نمونې لرونکی دی، چې د ذهن په ژورو کې له هغې سره ژوند کوي، چې کله ورته نږدې کیږي او کله هم ترې په کلیو مترو واټن نیسي. مګر ولې داسې ده؟ ځکه چې د اتلولۍ لګښت باید پرې کړي، چې د مسؤلیتونو منل، د وړتیاوو روزل او د مهارتونو د جذب چمتولی دی. که چېرته غوړائ! چې په ژوند کې بریالي اوسئ! نو څنګه چې یو باغ د ښه حاصل په موخه روزل کېږی، ځان مو وروزئ! بریالي کسان په ټولو ځایونو کې ورته ځانګړنې لري، چې دا یو تصادف نه دی.
دلته د بریالیو کسانو په ځانګړنو مرور کوو، چې تاسو یې څو لرئ؟

۱- انګېزه

تاسو باید د سخت کارکولو انګېزه ولرئ! ترڅو باوري اوسی، چې کارونه ترسره کېږي.
کله چې ګورئ! کار پای ته د رسېدو به حال کې دی په ځان ویاړئ! او د امکان په صورت کې کولی شئ! چې مسؤلیت یې هم په غاړه واخلئ! ستاسو موخې تاسو په حرکت راولي او د دې سبب کېږي، چې د ځان د غوره والي او ښه والي تصور ولرئ!

۲- پرځان ویساوالی

تاسو باید مسؤلیتونه په غاړه واخلئ! او پر وړاندې یې ځواب ویونکي اوسئ! او همدارنګه باید دا توان ولرئ! چې سخت تصمیمونه ونیسئ! او عملي یې کړئ!

۳- اراده

تاسو دا توان لرئ! چې د کارونو د خنډ او ځنډ په صورت کې لاړ شئ! او خپله یې ترسره کړی، که څه وغواړئ؛ نو هغه حتما په لاس راوړئ!
د نړۍ بریالي کسان هغه دی، چې په خپلو موخو یې تمرکز کړی او تل یې د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

۴- صبر

په هر حال او د ماتې او ناکامۍ په وخت کې صبر کوونکي اوسئ! ماتې منل یوه ستره ماتې ده.

۵- رښتینولي

وینا ته اړتیا نلري؛ خو دا ځانګړنه یوه مهمه ځانګړنه ده، چې کولی شی په ځان کې یې و روزئ!
رښتینولي د هر کار د ترسره کولو لپاره غوره سیاست دی، رښتینولي او یو رنګ والی په تاسو کې یو غوره شخصیت منځته راوړي او خلکو ته مو ور پېژني چې تاسو څوک یاست!

۶- اړیکه

له نورو سره په اړیکه کې اوسئ! ځکه تاسو تر بریالیتوبونو، لاسته راوړنو او غوره والي رسوي.

۷- ښه لید

په دې نړۍ کې ډیری ښېګڼې او بریالیتوبونه شته، چې لاسته یې راوړی او تاسو په دې پوهېږئ! چې کوم څه د مبارزې ارزښت لري. ښه لید د غوره راتلونکې د جوړولو ستراتیژي ده، که چېرته دا باور ونه لرئ! چې غوره راتلونکې به ولری؛ نو نشئ! کولای چې ګام پورته کړئ! او د راتلونکې جوړونې مسؤلیت په غاړه واخلئ!

۸- پر ځان باور

تاسو باید په همدې ساده توب کې هم پر ځان باور ولرئ! کله چې په ځان نه ماتېدونکی او رښتینی باور ولری! نو یو ګام بریالیتوب ته نږدې شوي یاست!

۹- اړیکې

تاسو له خوا او شاه سره د اړیکې نېولو لپاره کار کوئ! اړینه دا ده، څه چې ویل کېږي نه، هغه واورئ! کله چې اړیکه وي؛ نو باور او درناوی خپله ورپسې راځي!
هیڅوک نه غواړي منځنی اوسي، منځني کیدل هغه وخت رامنځته کېږي، چې خلک خپرونه جوړونه ونه لري.
که چېرته غواړئ! چې تر بریالیتوب ورسېږئ! هغه ځانګړنې چې تاسو تر بریالیتوب رسوي، په ځان کې و روزئ! او د هغې د کارولو لپاره هره ورځ ژوند وکړئ! خپرونه جوړونه وکړئ! د لویوالي سره سره متواضع، زړور، مصمم، وفادار او بې باکه اوسئ! دا هغه څه دي چې تاسو یاست او تل به اوسئ!

۱۰- شور او خوښي

که غواړئ! چې تر بریالیتوب ورسېږئ! او ژوند وکړئ! نو شور او خوښي ده، چې تاسو دې موخې ته رسوي.
۱۰ سلنه ژوند هغه څه دي، چې تاسو یې تجربه کوئ! او ۹۰ سلنه د هغې پر وړاندې ستاسو د عکس العمل څرنګوالی دی.
وروستی ټکی: کله چې هغه کار کوو، چې خوښېږي مو؛ نو کار نه کوو؛ بلکې ژوند کوو، خوند ترې اخلو او مینه کوو!
هیله لرم ټول عالم، د مینې عامل اوسي!

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.