سونا او ګټې یې؛ څه پکې وکړو، څه ونه کړو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: صادق طارق
له سونا سره د ورزشکارانو ترڅنګ ډېر عام و خاص خلک اشنا دي. څوک یې د وزن کمولو، څوک د رواني ارامتیا، څوک د وجود او پوستکي د ښکلا او څوک یې په نورو هدفونو کاروي.
خو سونا څه شی ده، ولې ورتګ په کار دی، کومې برخې او څه ښیګڼې لري؟
په دې مطلب کې به همدې مسئلو ته کتنه وکړو:
سونا ته کتنه
سونا د حمام یوه پرمختللې بڼه ده، چې ډېرې برخې او خاصیتونه لري.
د نړۍ د مختلفو برخو ترڅنګ په کابل کې هم اوس مختلفې سوناګانې فعاله دي، چې خلک ترې ګټه اخلي.
سوناګانې د لمدې او وچې سونا د برخو ترڅنګ د سړو او تودو اوبو مختلف حوضونه، د ماساژ، چاپي کولو او کیسه کولو خونې او دغه راز د خوراکي توکیو کانتین لري.
د سونا نوم له فنلینډي ژبې څخه اخیستل شوی.
د سونا وچه برخه له لرګیو جوړه شوې، چې معمولا ورزشکاران له همدې برخې زیاته استفاده کوي.
د وچې سونا د تودوخې درجه د سانتي ګراډ له ۸۰ تر ۱۳۰ او د لمدې برخې تودوخه له ۵۰ درجې نه زیاتیږي.
ځینې خلک د سونا لومړنی پیلونکی هېواد فنلینډ او ځینې یې د روسیې شمالي برخې ګڼي.
د سونا ګټې
– د وینې جریان چټکوي.
– د زړه حرکت زیاتوي.
– تنفسي سیستم ورسره پیاوړی کیږي.
– د پوستکي په روښانولو، ځلولو او جذابیت کې ونډه لري.
– رواني سکون او ارام در بښي.
– د خپګان او ناروغیو پر وړاندې د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
– د ستړیا په ختمولو کې رول لري.
– د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي، تودوخه یې تاسې خوله کوي او خوله کیدو سره مو اضافي کالري سوزي.
لازمې سپارښتنې
– د سونا په حوضونو کې له لمبلو وروسته وچې سونا ته لاړشئ، که نوې تجربه مو وي او عمر مو زیات وي له ۵ دقیقو زیات وخت پکې مه تېروئ. که نوي نه یاست، تر ۱۵ دقیقو زیات مه ورته کینئ.
– که د سر درد، ګنګسیت، د زړه غیر عادي ټکان او یا د زړه تکلیف لرئ، یا سونا ډېر مه کاروئ، یا پکې د دغو ستونزو د تجربې نه وروسته سونا پریږدئ.
– سونا ته له ننوتو مخکې او له راوتو وروسته په دواړو حالاتو کې سګریټ مه څښئ.
– که د وینې فشار مو پخوا هم لوړ و او تاسې اوس سونا ته ځئ، نو په یخو اوبو کې له ډېرې لمبا ډډه وکړئ.
– د سونا کولو پر وخت له تېز تګ، ورزش او د وجود له نرمولو ډډه وکړئ.
– د سونا پر وخت ډېر تږي کیږئ، اوبه پکې ډېرې څښئ، ګټه درته لري.
– که سونا ته د تګ وخت او ځای مو نیږدې یا منظم وي، ښه ده چې میاشتینۍ داخله پکې وکړئ او له شخصي نیکر او ځان پاک څخه مو ګټه واخلئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.