شهزاد محمدي په لسو غوره وېکټ‌ساتونکو کې شمېر دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: سمیع الله درانی

د افغان لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او نامتو وېکټ‌ساتونکی شهزاد محمدي هغه لوبغاړی دی، چې تر ډېره پورې په وېکټ ساتنه کې له هندوستاني ایم ایس ډوني سره تشبه شوی دی.
په هوښیارتیا او ځیرکتیا کې تر ډوني کم نه دی، خو خبره فقط د وزن د زیاتوالي دی، نسب ډوني ته د شهزاد وزن زیات دی او دې چارې شهزاد ته لږ څه ستونزه پېدا کړې ده.
که شهزاد محمدي په خپله فزیکي روغتیا کار وکړي او ځان فېټ کړي، نو لرې نه ده، چې د څو کلونو لوبو په کولو سره به ځان په دریو سترو وېکټ‌ساتونکو کې شمېر کړي.

د کرکټ نړۍ لس غوره وېکټ‌ساتونکي او پکې د شهزاد نوم

د کرېک اېنفو وېبپاڼې سره د کرکټ د نړۍ د وېکټ‌ساتونکو لوبغاړو ریکارډ ثبت دی، چې دغه ریکارډ د شهزاد محمدي نوم په لسو غوره وېکټ‌ساتونکو کې لسم نمبر دی.

ایم ایس ډوني

ایم ایس ډوني له ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۱۹م پورې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره وېکټ‌ساتنه کړې ده.
ده په ۵۳۸ لوبو کې وېکټ‌ساتنه کړې ده او ټول یې پکې ۱۹۵ سټمپ اوټونه کړي دي، دی په وېکټ‌ساتونکو کې د زیاتو سټمپونو له کبله لومړی مقام لري.

کومار سنګاکارا

کومار سنګاکارا د سریلانکا مشهور وېکټ‌ساتونکی توپ وهونکی و، دی له ۲۰۰۰ م کال څخه تر ۲۰۱۵م پورې له لوبډلې سره مل و، چې ۵۹۴ لوبو کې یې ۱۳۹ سټمپ اوټونه کړي او په وېکټ‌ساتونکو کې له دې طریقه دویم ستر وېکټ‌ساتونکی دی.

کالو وېترانا

د سریلانکا وېکټ‌ساتونکی و، چې له ۱۹۹۰م څخه تر ۲۰۰۴م پورې لوبډلې سره لوبېده.
۲۳۸ لوبو کې یې ۱۰۱ سټمپونه کړي دي او وېکټ‌ساتونکو کې درېیم نمبر و.

معین خان

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې وېکټ‌ساتونکی و، چې ۱۹۹۰م کې لوبډلې ته راغی او ۲۰۰۴م کې تقاعد شو.
۲۸۸ لوبو کې یې ۹۳ سټمپونه کړي دي او په وېکټ‌ساتونکو کې څلورم نمبر و.

اډم ګېل کرېسټ

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې وېکټ‌ساتونکی و، له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۸م پورې لوبډلې سره لوبېده.
په ۳۹۶ لوبو کې یې ۹۲ سټمپ اوټونه کړي دي او پنځم لوی وېکټ‌ساتونکی و.

مشفق الرحیم

بنګله‌دېشي مشفق الرحیم له ۲۰۰۵م څخه تر ۲۰۲۰م پورې ۳۷۴ لوبې کړې، چې په دې برخه کې یې ۸۸ سټمپ اوټونه کړي دي او شپږم نمبر وېکټ‌ساتونکی دی، چې زیات سټمپ اوټونه یې ترسره کړي دي.

کامران اکمل

کامران اکمل د پاکستان کرکټ لوبډلې اوپنر او وېکټ‌ساتونکی توپ وهونکی و، چې له ۲۰۰۲م څخه یې تر ۲۰۱۷م پورې د لوبډلې وېکټ‌ساتنه وکړه، ده ۲۶۸ لوبې کړي او ۸۵ سټمپونه یې ترسره کړي دي او اووم نمبر وېکټ‌ساتونکی و، چې ډېرې سټمپونه یې کړي دي.

هیلي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې وېکټ‌ساتونکې وه، چې ۱۹۸۸ څخه یې تر ۱۹۹۹م پورې وېکټ‌ساتنه کړې وه او په ۲۸۷ لوبو کې یې ۶۸ سټمپ اوټونه کړي وو.

سرفراز احمد

د پاکستان کرکټ لوبډلې وېکټ‌ساتونکی دی، چې له ۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۱۹م پورې یې وېکټ‌ساتنه وکړه.
۲۲۳ لوبو کې یې ۵۵ سټمپونه کړي دي او نهم وېکټ‌ساتونکی دی.

شهزاد محمدي

شهزاد محمدي له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۹م پورې د افغان لوبډلې په ملاتړ په ۱۵۱ لوبو کې ۵۳ سټمپونه کړي دي او لسم غوره وېکټ‌ساتونکی دی، چې زیات سټمپونه یې کړي دي.
شهزاد تر نورو وېکټ‌ساتونکو کمې لوبې کړې او هم یې کرکټ ترې کم کړی دی.
خو که شهزاد راتلونکو لوبو کې درې نور سټمپونه وکړي له پاکستاني سرفراز احمد څخه مخکې کېږي او نهم ځای نیسي.
1537910088_125_As-it-happened-India-and-Afghanistan-tie-Asia-Cup-match.jpg
 
101660110_2475183052774262_6403687352325111808_n.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.