ژباړه: صادق طارق
په ژوند کې ځینې اعترافونه؛ په خاص ډول د خپلو کمزوریو منل سخت کار دی، خو باید انسان د دغه کار د کولو جرئت او وس پیدا کړي.
که داسې ونه کړي، له سختو رواني فشارونو، د کمترۍ احساس او سرګردانیو سره به مخ شي.
د دغه وضعیت د حل ښه او اساسي لاره دا ده، چې انسان تر هرڅه ډېر اول خپل ځان، قدرت، وړتیا او وس خپل سم وپېژني او د هغو له مخې خپلې غوښتنې او توقعات مخته یوسي.
دلته څو هغه اعترافونه درمعرفي کوو، چې په پېژندلو یې کولای شئ آرام او کم تشویشه شئ:
تل زه په حقه نه یم
له خپله انده موږ ټول همېش په حقه یوو، څه چې وایو، څه چې غواړو، څه چې کوو او بالآخره زموږ اړوند ټولې خبرې او کارونه په حقه او سم دي.
دا یو غلط لیدلوری دی، چې نه باید دوام ورکړو.
که غواړو، چې د داسې تصور له کبله ګڼو ستونزو او رواني فشارونو سره مخ نه شوو، پر دې باید اعتراف وکړو، چې موږ تل په حقه نه یوو!
په هرڅه تل کنټرول نه لرم!
هڅه وکړئ، چې تل مدام ځان پرهرڅه حاکم، ځواکمن او کنټرولونکی ونه ګڼئ.
که داسې فکر درته کوئ او په اصطلاح خیال پردازي مو ډېره لوړه وه، نو دا ومنئ چې ډېرې تیندکې به خورئ او غورځیږئ به.
په دې اعتراف وکړئ، چې ترټولو ځواکمن او پر هرڅه حاکم نه یاست.
دا اعتراف مو ستونزې او اندیښنې کمولای شي.
هر وخت شکایت مه کوئ!
هر وخت له هرچا نه په هره موضوع کې ځانته د شکایت حق مه ورکوئ.
خلک، حتا تر ټولو نیږدې دوستان مو مکلف نه دي، چې خامخا او سل فیصده دې ستاسې ټولې غوښتنې، اړتیاوې او فرمایشات په تمامه مانا پوره او درته تابع وي.
که له نورو څخه خپل توقعات واقع بینانه او مدیریت کړئ، شکایتونه مو کمیږي او په شکایتي او ستړي کوونکو خلکو نه بدلیږئ.
خپلې ماتې په نورو مه تاوانوئ!
د دې پرځای چې له ماتې خوړلو وروسته خپله انرژي د نورو په ملامتولو ضایع کړئ، ښه ده چې دغه انرژي د خپل بیا ځلي بریالیتوب په هڅو ولګوئ.
له نورو سره ځان ډېر مه مواجه کوئ، اعتراف وکړئ چې ستونزه ستاسې وه او انسان ته ماتې خوړل دومره عیب هم نه دی.
په نقادانه نظر ډېر مه درته ګورئ!
سمه ده چې د ځینو موخو په لاسته راوړلو به نه یئ بریالي شوي، خو دا په دې مانا نه ده چې همېش ځان نقد او د کمترۍ احساس ورکړئ.
دا اعتراف وکړئ، چې همېش د موخو په لاسته راوړلو کې بریالیتوب ممکن نه دی.
په سړه سینه خپلې کمزورۍ، ماتې او تنګ لاسۍ درک او ډېر پرې ځان مه رټئ.
ژوند نه مه ډاریږئ!
دا جرئت باید ولرئ، چې د ژوند په سختیو اعتراف وکړئ، خو دومره هم نه چې ورنه وډار شئ او ورته وغځیږئ.
ژوند د منډې لوبه ده، که غورځیږئ، لږه ساه واخلئ، بیا وځغلئ ترهغې چې خپلو موخو ته ورسیږئ.
تل په عذر او پلمو ځان مه خلاصوئ!
ځینې عادت لري، چې د خپلو وعده خلافیو او ماتو لپاره په عذر او پلمو ځان خلاصوي.
تاسې که دا عادت لرئ، اعتراف وکړئ، چې ډېر بد روان یاست او باید زر ځنې ځان خلاص کړئ.
دا کار هم ستاسې شخصیت وژني، هم رواني زجر درکوي او هم مو د پرمختګونو او هڅو مخه نیسي.
د نورو له نظره ژوند مه کوئ!
دې ته مه ګورئ، چې د نورو د قضاوت لپاره ژوند وکړئ.
که څوک درته ښه وایي، که بد خپله مخه کوئ، خوشاله ژوند وکړئ او خپل ځان خپله وارزوئ.
که په نورو مو ځان ارزولی وي، دا یو بد عادت دی، اعتراف وکړئ او لاس ترې واخلئ.
د بدلونونو پر وړاندې ډېرمقاومت مه کوئ!
که په ژوند او شرایطو کې مو داسې بدلونونه راځي، چې د زغم وړ درته نه دي، ښه ده چې د توان تر حده مقابله ورسره وکړئ.
خوپه ټوله مانا له ناممکنو مقابلو سره وخت تېرول عقلاني کار نه دی.
که پوه شوئ، چې د یوه بدلون د مقابلې نه یاست، ځان ورسره عیار او بې ځایه ډغرې مه وهئ.