ژباړه: نسیمه محمدي
ذهني او فکري هوساینه لاس ته راوړل د ډېری خلکو هیله ده. له بده مرغه اوسنۍ زمانه کې مادي مسایلو، پرتله کولو، څېره او نور هر څه چې وي د ډېری خلکو آرامتیا ترې اخیستې ده.
ځينې خلک وایي حاضر یوو خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړو، خو هوساینه او آرامتیا لاس ته راوړو.
په دې مطلب کې ۶۰ اصلي لارې چارې د هوساینې او آرامتیا لاس ته راوړلو لپاره له تاسې سره شریکوو. هڅه وکړئ دا ټکي ولولئ او په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلئ تر څو رېښتینې ارامتیا احساس کړئ. له مونږ سره واوسئ:
۱: د آرامتیا د ترلاسه کولو یوه لاره دا ده چې د خپلو بریاوو څخه چې تر اوسه مو درلودلې لېست برابر کړئ.
۲: د هوساینې احساس درلودلو لپاره له کوره بېرون لاړ شئ. طبېعت، دښتې، پارک یا بل هر ځای. د غره سر یا….. یواځې نفس واخلئ. په ټول وجود سره مو نفس وباسئ.
۳: د حمام له ګرمو اوبو او صابون څخه ډک وان کې کېنئ او ټول تشویشونه او سټړیاوې له ځانه لرې کړئ.
۴: هره ورځ لاندې جملو او دې ته ورته جملو نورو جملو ته فکر وکړئ. تر څو چې خپله ونه غواړې، هېڅوک نشي کولای تحقیر مو کړي.
۵: یوه لاره چې تاسې ته آرامتیا دربښي دا ده، چې د اونۍ په پای رخصتیو کې فقط تفرېح او استراحت وکړئ.
۶: هڅه وکړئ همېشه مثبت فکر لرونکي واوسئ او هر څه ته مثبت فکر وکړئ.
۷: په یاد ولرئ هر کله چې په یوه چاره کې سرګردانه پاتې کېږئ، د نویو ټکیو د یادولو په حال کې یئ.
۸: په منځنۍ کچه ځان مبارزې ته وبولئ، نه له اندازې ډېر. هېڅ شی ډېر ښه نه دی. حتی هوساینه. حتی پېسې.
۹: په اونۍ کې یوه شپه خپل ټلوېزیون بند کړئ. پدې کار سره مو مغز استراحت کوي.
۱۰: د عاشقانو ( ولنتاین) په ورځ په خپله خپل ځان ته د مبارکۍ کارت واخلئ.
۱۱: هر څه وخت وروسته یوه مقدس ځای ته لاړ شئ او د خدای سره د راز و نیاز وکړئ. آرامتیا ته د رسېدلو لپاره خدای تر ټولو غوره او اصلي لار ده.
۱۲: هڅه وکړئ ځينې وختونه له کوره بېرون ډوډۍ وخورئ. دا کړنه مو روحیه پیاوړې کوي.
۱۳: له هغه چا سره چې د زړه له تله مینه لرئ تېلفوني وغږېږئ.
۱۴: ځان ته هېنداره کې وګورئ او د خپلو ښکلاګانو څخه خوند واخلئ او د دې ښکلاګانو لرلو لپاره د خدای شکر په ځای کړئ.
۱۵: خپلې موخې ولیکئ او له هغوی سره ژوند وکړئ.
۱۶: په موخه ټاکلو کې واقع بین واوسئ.
۱۷: وسوسې مو له ژوند لرې کړئ، پرته له دې هېڅ نه شئ کولې.
۱۸: خپل تعهدونه مشخص کړئ او هغې ته وفادار واوسئ، تر څو چې کولای شئ د هغې لپاره هڅه وکړئ که څه هم پایله یې ستاسې د خوښې خلاف وي.
۱۹: تل مسکا وکړئ… مسکا او خندا سره توپېر لري. ډېره خندا مسخره ګي ده. مګر مسکا تل ښه ده.
۲۰: دا مو په یاد وي چې په چارو کې ځنډ د هغه چارې د نه تر سره کولو څخه غوره ده.
۲۱: د پوښتنې کولو هنر زده کړئ.
۲۲: د ځان لپاره یو مشاور غوره او لارښونو څخه یې ګټه واخلئ.
۲۳: شرقیان باور لري چې روانې اوبه د مثبتې انرژۍ منبع ده! او په ژوند کې ضروري وي. نو هر څو ورځې وروسته روانو اوبو ته ښکته شئ او پرېږدئ چې د اوبو جریان مو عضلات مساژ کړي.
۲۴: د آرامتیا لاسته راوړلو لپاره لس ځلي ژوره ساه واخلئ.
۲۵: د تګ او کېناستلو وخت کې مو سر پورته ونېسئ ځان مه ګړوپوئ.
۲۶: کله، کله چست او تېز، تېز پر لاره لاړ شئ. دا چاره تاسې ته نوښت دربښي او د آرامتیا لامل ګرځي.
۲۷: ځان ته مو ډالۍ واخلئ، جشن ونیسئ. په یوه چاره کې تر بریالیتوب او لاسته راوړلو وروسته ځان ته تحفه واخلئ او دا بریالیتوب مو ولمانځئ.
۲۸: له فرصتونو څخه کار اخیستل زده کړئ. د ژوند فرصتونه او چانسونه مو له لاسه ورکوئ.
۲۹: ځان ته مو ګلان واخلئ.
۳۰: یوه لاره چې ذهني او فکري آرامتیا دربښي دا ده چې کله د سټړیا او استرس احساس کوئ، د خپلې خوښې موسقي ته غوږ ونیسئ.
۳۱: مثبت تاکیدي عبارتونه روزانه له ځان سره تکرار کړئ.
۳۲: سندرې ستاسې ذهني آرامتیا باندې ډېر تاثیر لري. د خپلې خوښې سندره له ځانه سره ووایئ.
۳۳: د خپلې روغتیا قدر مو وپېژنئ. سهار چې کله له خوبه ویښېږئ د خپلې روغتیا لپاره د خدای تعالی شکر پر ځای کړئ.
۳۴: د (نه) ویلو هنر زده کړئ.
۳۵: کله چې ماشومان لوبې کوي هغوی ته ځیر شئ.
۳۶: د کور پاکول او دېکورېشن ستاسې په ذهني آرامتیا ډېر تاثیر لري. هر څه وخت وروسته مو کور پاک کړئ.
۳۷: د نوي کال راتلل ولمانځئ. د هرې ښې پېښې لمانځنه وکړئ.
۳۸: هغه چارې چې د ورځې په اوږدو کې تر سره کوئ یو ځل له نظره تېر کړئ.
۳۹: هره ورځ، د هماغې ورځې په چارو بیا ځلي غور وکړئ.
۴۰: له هغو کسانو چې تاسې ستایي، مننه وکړئ.
۴۱: خپل ځان د ستاینې او تحسین وړ وګرځوئ.
۴۲: هڅه وکړئ د رخصتي ورځې لږ څه ډېر خوب او استراحت وکړئ.
۴۳: ځینې وختونه یواځېتوب تجربه کړئ.
۴۴: اهلي څاروي او د لاس لاندې خلک ونازوئ.
۴۵: یوه کوچنۍ باغچه ځان ته جوړه کړئ او هر څه مو چې خوښ وي پکې وکرئ.
۴۶: یو پخواني ملګري ته مو زنګ ووهئ.
۴۷: پارک ته لاړ شئ وګرځئ او ګلان بوی کړئ. د ګلانو بویول ستاسې په فکري آرامتیا ډېر تاثیر لري.
۴۸: یوه لاره چې تاسې ته آرامتیا دربښي دا ده، چې کله منډه وهئ ځان سره سندره ووایئ. همدارنګه ځان د هر ډول فکرونو څخه خلاص کړئ.
۴۹: کال کې دوه ځله وینه ورکړئ. وینه ورکول ستاسې روحي او جسمي سلامتیا سره مرسته کوي.
۵۰: لیک ولیکئ او په هغه کې په ځان انتقاد وکړئ. هڅه وکړئ انتقادونه مو ويېژنئ. او د اصلاح لپاره یې هڅه وکړئ.
۵۱: هره ورځ څو نوی کلمې زده کړئ.
۵۲: شکر وېستونکي واوسئ او تل هغه نعمتونه چې خدای تعالی تاسې ته پېرزو کړي شکر پر ځای کړئ.
۵۳: ځینې وختونه هدیرې ته لاړ شئ، تر څو په یاد ولرئ چې کېدای شي سبا نه وي. نو د ژوند په قدر مو پوه شئ.
۵۴: د ذهني او فکري آرامتیا لپاره مطالعه له یاده مه باسئ. په ځانګړې توګه د روانشناسۍ کتابونه، د قرآنکریم معنی، علمي کتایونه او داسې نور…..
۵۵: اونۍ کې یوه ورځ سابه وخورئ. د سبو خوړل ستاسې په ذهني آرامتیا کې مرسته کوي.
۵۶: ومنئ چې انسان جایزالخطا دی او تاسې هم ممکن د نورو په څېر ځينې وختونه اشتباه وکړئ.
۵۷: یو نوی مهارت زده کړئ. د نویو ځېزونو په لټه کې شئ. که څه هم هنر، درس، ورزش، علم او یا هر څه چې وي.
۵۸: د څنګ خلکو ته مو اثبات کړئ چې هغوی ته درناوی لرئ او هغوی سره مینه لرئ.
۵۹: د خپل وضعیت د تغیر لپاره هڅه وکړئ او یو ځای مه کېنئ تر څو د آسمان څخه معجزه وشي.
۶۰: ځینې وختونه اړین وي نظر ته مو بدلون ورکړئ. هڅه وکړئ اوسنی وخت په موقع پېدا او هر څه ژر لاس په کار شئ.