د پلار کېدلو تر ټولو غوره عمر

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عایشه حیدري 

د ژوندانه د اقتصادي او مالي ستونزو، ناوړه رواجونو او په واده کې ځنډ نن سبا په د ټولنې په غټو ستونزو بدل شوی دی. که له یوه لوري په واده کې ځنډ او میندې پلرونه جوړېدل د انسانانو د ګډ له سختو تصمیمونو څخه دی له بل لوري باید پوه شئ چې د میندې پلرونه جوړېدل یو تلپاتې انتخاب نه دی، په دې مانا چې تاسو د ټولو عمر لپاره نه شئ کولای د مور او یا پلار کېدو توان ولرئ، ځکه د عمر په لوړېدلو د مېړه او مېرمنې د اولادراوړنې توان کمېږي او د پلارتوب او مورولې چانس هم ورسره کمېږي.
ډېر خلک فکر کوي چې که د نارینه عمر لوړ هم شي، نو په پلار کېدلو کې ستونزه نه شته، او دا ښځې دي چې عمر په لوړېدلو او د ښځو فزیکي شرایطو ته په پام، د امېدوارۍ توان له لاسه ورکوي، خو څېړنو ښودلې چې داسې نه ده او دا یوازې ښځې نه دي چې د امېدوارۍ توان له لاسه ورکوي بلکې په حقیقت کې نارینه هم عمر په لوړېدلو ورو ورو د پلار کېدلو توان له لاسه ورکوي.
لکه څنګه چې مو وړاندې وویل چې د میندې د عمر لوړېدل د هغوی په ماشومانو کې د جنیټيکي ستونزو د پیدا کېدو لامل کېږي او په پایله کې د جنین سقط خطر هم لوړيږي، خو تر څو کلونو وړاندې پر جنین د پلار د عمر د اغېز په تړاو هېڅ څېړنه نه وه شوې. اوس مالومه شوې ده، هغه پلرونه چې تر ۳۰ کلنۍ پورته په لومړي ځل پلرونه کېږي اولادونه یې له جسمي او رواني خطرونو سره مخ کېږي.
همدرانګه څېړنو ښودلې، هغه نارینه چې له ۲۵ کلنۍ څخه په کم عمر او له ۵۰ کلنۍ څخه په لوړ عمر کې پلرونه کېږي، په ماشومانو کې یې په بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو خطر لوړېږي، دلته له ځینو هغو ناروغیو څخه یادونه کوو په لوړ عمر کې نارینه‌وو څخه زېږېدلو ماشومانو ته پیدا کېږي:

اوتیزم

اوتیزم یوه رواني ناروغي ده، چې په ماشوم کې د ذهني معلولیت او ځینې وخت د جسمي معلولیت لامل کېږي. یا به بله اصطلاح اوتیزم داسې حالت دی چې د انسان د اعصابو د تکامل بهیر ټکنی کوي او پر دغه حالت اخته کس له نورو سره اړیکو ټینګولو کې ستونزې پیدا کوي.
هغه کسان چې په اوتیزم ناروغۍ اخته کېږي، په ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه نه شي اخیستلای او نه شي کولای د ژوند کړنې او مهارتونه په سمه توګه زده کړي، او دغه کسان باید د ټول عمر لپاره د ډاکټر د درملنې لاندې پاتې شي، ځکه دوی روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.
څېړونکو دا پایله د ۱۵ زرو هغو ماشومانو په واسطه چې ۴ څخه تر ۱۶ کلونو عمر درلوده او په اوتیزم ناروغۍ اخته وو، لاسته راوړې.

شیزوفرنیا، سنډروم او ډارفیزم

څومره چې د پلار سن لوړېږي یا په لوړ عمر کې پلارتوب په ماشومانو کې د شیزوفرنیا او سنډرومونو او ډارفیزم Dwarfism په ناروغیو د اخته کېدو خطر هم ورسره لوړېږي، دغه ناروغۍ جنیټيکي ګډوډیو ته ورته یو حالت دی چې پکې د ماشومانو د هډوکو وده کمزورې کېږي او واړه لاسونه او پښې لرونکي پاتې کيږي او قد یې هم تر ۱۲۰ سانتي مترو او یا هم تر دې ټيټ پاتې کېږي.

تر وخت وړاندې مړینه

هغه ماشومان چې له لوړ عمر لرونکو پلرونو زېږېدلي وي، د ځوانۍ سن ته تر رسېدو وړاندې یې د مړینې خطر دوه برابره لوړېږي. که ماشوم له داسې پلار څخه زېږېدلی وي چې د پلار عمر یې له ۴۵ کلونو لوړ وي، تر ۱۹ کلنۍ وړاندې د ماشوم د مړینې کچه د هغو ماشومانو په پرتله ۱۰۰ سلنه لوړېږي چې د زېږون پر مهال یې د پلار عمر ۲۰ تر ۳۰ کلونو وي.

تر وخت وړاندې زېږون

څېړنو ښودلې چې تر وخت وړاندې زېږون کې د مور لوړ عمر ډېر اغېز لري، په نورو ټکو د مور لوړ عمر د ماشوم د بې وخت او تر وخت وړاندې زېږون لامل کېږي، خو د ډنمارکي څېړونکو د څېړنو پر بنسټ د پلار لوړ عمر هم په دغې چاره کې بې اغېزې نه دی، او هغسې مو چې وړاندې یادونه وکړه د پلار لوړ عمر د ماشوم په جنیټيکي ستونزو کې بنسټيز اغېز لري او همدا کېدای شي چې د مور په ګېډه کې د ماشوم د ودې او ان د ماشوم د زېږون پر نېټې اغېز ولري.
همدارنګه هغه نورې ناروغۍ چې له لوړ عمر لرونکو پلرونو څخه د پیدا شوو ماشومانو ژوند ګواښي د پروټسټاټ سرطانونه، د عصبي سیسټم سرطان، د سر د کوپړۍ غیر عادي شکل، د زړه ناروغۍ، د لاسونو، پښو او وجود د هډوکو ناروغۍ او شکل بدلون، د سترګو ناروغۍ او د زړه ناروغۍ د یادونې وړ دي.
خو د پلار کېدلو تر ټولو غور عمر څه وخت دی؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو سره له دې چې داسې نارینه هم شته چې د عمر په ۹۵ کلنۍ کې هم پلرونه شوي دي، خو حقیقت دا دی چې تر ۴۱ کلنۍ وروسته د پلار کېدلو چانس ورو ورو کمېږي او له ۴۵ کلنۍ وروسته وضعیت په رښتیا ډېر خرابېږي او هغه نارینه چې لا تر اوسه نه دي پلرونه شوي باید په دې اړه جدي فکر و کړي، ځکه د ۴۱ کلنۍ او ۴۵ کلنۍ تر منځ د پلار کېدو چانس له ۶۰ سلنې ۳۵ سلنې ته را لوېږي، چې له همدې څرګندېږي چې د عمر لوړوالی د نارینه په سپرم څومره ناوړه اغېز کوي.
له بل پلوه نارینه شنډتوب د هورموني، فزیولوژیک او کیمیاوي بدلونونو له امله عموماً د ۴۰ او ۵۰ کلونو تر منځ پېښېږي، او دا هم امکان لري چې نارینه شنډتوب کله کله په ۳۵ کلنۍ کې هم پېښ شي او یا هم تر ۶۵ کلنۍ پورې وځنډېږي.
څېړونکو دا هم ویلي چې د ښځو لپاره د مور کېدلو تر ټولو ښه عمر له ۲۰ کلنۍ پیلېږي او د نارینه د پلار کېدو غوره عمر ۲۵ کلنۍ عمر دی، په دغه عمر کې د سپرم او هګۍ سلولونه او حجرې تر ټولو ښه کیفیت لري، چې د ماشوم په رواني او جسمي ځواکمنتیا ښه اغېز لرلی شي، نو پورته څرګندونو ته په پام څېړنو ښودلې چې د پلارتوب تر ټولو غوره کلونه د ۲۵ کلنۍ او ۴۰ کلنۍ تر منځ ښودلي دي، دا عمر دغه کلونه د نارینه د ځواکمنتیا او پیاوړتیا کلونه وي او په دې عمر کې د پلار کېدل د ماشومانو د رواني او جسمي پیاوړتیا لامل کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.