د پاکستان کرکټ لوبډلې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا او نیوزیلېنډ کې هیڅ لوبلړۍ نه ده ګټلې او پرله پسې یې لوبې بایللي دي.
افریقا سره لوبې
۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو د پاکستان کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته سفر کړی و، په دې سفر کې پاکستان دوه ټېسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې درلودلې.
په ټېسټ سیریز کې افریقا دوه د صفر پر وړاندې بریا خپله کړه او پاکستان په صفر سره ټېسټ لوبې پرېښودې.
د ۵ یو ورځنیو لوبو لړکې سویلي افریقا یو ځل بیا پاکستان مغلوبو کړ، په دې سیریز کې پاکستان درې د دوه لوبو پر وړاندې ماته وخوړه، یعنې په ۵ لوبو کې ۳ افریقا او دوه پاکستان وګټلې.
په درې شل اوریزو لوبو کې هم پاکستان له شکست سره مخ شو، په دې لوبو کې هم افریقا دوه سیالۍ وګټلې او یوه پاکستان وګټله.
۲۰۱۹ کې پاکستان او د اسټرالیا پر وړاندې ماته
پاکستانۍ لوبډلې له اسټرالیا سره دوه ټېسټ او دوه یو ورځنۍ لوبې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کړې.
په دوه ټېسټ لوبو کې پاکستان دوه د صفر پر وړاندې ماته وخوړه.
په دوه یو ورځنیو لوبو کې هم پاکستان دوه د صفر پر وړاندې شکست وخوړ.
همدغو ماتو پاکستان د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې شاته کړ.
۲۰۲۰ او د انګلستان پر وړاندې لوبې
په ۲۰۲۰ کې پاکستان له انګلستان سره یواځینۍ ټېسټ لوبه درلوده، چې دا لوبه انګلستان وګټله او د دوو شل اوریزو لوبو سیریز یو د یو پر وړاندې مساوي شو.
۲۰۲۰ او ۲۱ کلونه او د پاکستان ماتې
۲۰۲۰ کې پاکستان له نیوزیلېنډ سره درې شل اوریزې لوبې ترسره کړې، چې دوه د یو پر وړاندې نیوزیلېنډ وګټلې.
د دوو ټېسټ لوبو سیریز دوه د صفر پر وړاندې نیوزیلېنډ وګاټه، چې کایل جمېسن پکې په وروستۍ ټېسټ لوبه کې په دوو پاڼیو توپ اچونه کې ۱۱ وېکټې واخېستې او کېن ویلیمسن په لومړۍ لوبه کې ۱۲۹ منډې وکړې او دویمه لوبه کې یې په یوه پاڼۍ کې ۲۳۸ منډې وکړې.
پاکستان د ټېسټ لوبو سیریز په یوه پاڼۍ او ۱۷۶ منډو وبایله.
دا په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان پرله پسې سیریزونه دي، چې د څلورو لوبډلو پر وړاندې یې بایللي دي.
د دې سربېره د پاکستان لوبډلې په لاهور ښار کې د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزو لوبو کې درې د صفر پر وړاندې ماته وخوړه.