اولادونه مو ښه راتلونکي ته وهڅوئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عطا محمد میاخېل
خپلو اولادونو ته ارزښت ورکړئ او د هڅوونې په اړه یې خبرې وکړئ.
لاندې اوو سپارښتنو ته پام وکړئ:
۱ ـــ هغوی ته ووایئ، قوي او پیاوړي خلک به ترې جوړ شي.
۲ ـــ هغوی ته موکه ورکړئ، ترڅو په بېلابېلو برخو کې تجربه تر لاسه کړي.
۳ ـــ وګورئ، چې هغوی له کومو څیزونو سره مینه لري او خوښېږي یې، چې څه ډول پېښې را منځته شي. داسې شرایط را منځته کړئ، چې هغوی خپل خوبونه له تاسو سره شریک کړي او په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د هلکانو خوبونه، ستاسو له خوبونو سره توپیر کوي.
۴ ـــ له هغوی او اړتیاوو څخه یې ملاتړ وکړئ، هرڅومره، چې له هغوی څخه زیات ملاتړ وکړئ، نو کولای شي، چې له سترو ننګونو سره مخامخ شي.
۵ ـــ خبرو ته یې ښه غوږ ونیسئ، ترڅو د خبرو تر شاه یې په موخه باندې پوه شئ.
۶ ـــ هغوی ته ووایئ، چې څومره پرې ډاډ او اعتماد لرئ او دا هم ورته ووایئ، چې پرې زیات باور لرئ.
۷ ـــ هغوی وهڅوئ، کله چې له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي، نو تسلیم نه شي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.