نوښت یعنې څه؟ مبتکر خلک دا ځانګړنې لري

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: حامد مشواڼی
نوښت،ابتکار اوخلاقيت درې واړه مترادف کلمات دي. د نوښت لپاره لاندې تعريفونه شوي دي:
۱.د يو کار په ترسره کولو کې له دستوري او سنّتي طريقې په خلاف بلې طريقې څخه ګټه اخېستل نوښت بلل کېږي.
۲. په نوې او متفاوتې طريقې د يو کار ترسره کول له نوښت څخه عبارت دي.
۳. په حقيقت کې له هغو کړنلارو څخه کار اخيستل چې توجه ورته نه ده شوې، نوښت بلل کېږي.
۴. د ستونزو لپاره داسې حل لاره پيدا کول چې مخکې چا نه وه پيدا کړې هم نوښت بلل کېږي.
نوښتګر اشخاص د يو کار د ترسره کولو لپاره له نويو ، اسانو، او اقتصادي لارو څخه کار اخلي. نوښتګر اشخاص د عادت او رواج له پولو تېرېږي او نوي شيان ګوري. نوښت تر ځانګړو خلکو پورې محدود نه دی. هر کس کولای شي نوښتګر واوسي ځکه نوښت کسبي دی. نوښت تر ځانګړيو چارو او کارونو هم محدود نه دی بلکې دژوند په هر ډګر کې د نوښت يو چانس شته. یو ښوونکی که د خپل تدريس لپاره له داسې نوې طريقې څخه کار اخلي چې مخکې دود نه وه، نوښت کوي. يوه مور که خپلو بچو ته په کم لګښت خوندور خواړه پخوي، نوښت کوي.
د نوښتګرو اشخاصو ځانګړتياوې:
نوښتګر اشخاص هر څه ته له مختلفو ليدلورو ګوري. نوښتګر اشخاص عموماً له موجوده حالت څخه ناراضه وي. هغه ستونزې ګوري چې نور ورته توجه نه کوي. تر دوديز او عادتي شيانو پورې محدود نه وي. خپلواک فکر لري. منتقد (نيوکه کونکی) ذهن لري. له نورو تېزهوشه وي. د ټولنيزو او سياسي مسايلو پر وړاندې حساس وي. د خپل ځان او نورو په اړه د مسوليت احساس کوي.
د نوښت پر وړاندې خنډونه:
د نوښت پر وړاندې تر ټولو زيات خنډونه پر ځان بې باوري، له ماتې وېره، همرنګي (له نورو سره ورته والي) ته تمايل، د ذهني تمرکز نشتوالی او انعطاف نه منل دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.