ژباړه: عمران لمر
که فکر کوئ چې کينه کومه لويه ستونزه نه ده؛ نو په خپل نظر مو بيا فکر وکړئ.
د کينې په هکله ټول خلک پوهېږي؛ شايد تاسو فکر کوئ چې يو څه کينه مو د ګډ ژوند لپاره ښه ده؛ يا کله چې ستاسو د ژوند ملګرې کينه کوي په دې مانا چې تاسې ورته ارزښت لرئ. کينه نه يواځې ستاسې اړيکې ته بلکه خپله تاسې ته هم ضرر رسولی شي.
ښه نه ده چې کينه ستاسو لپاره يو عادت وګرځي؛ ځکه له دې خلاصون بيا سخت دی. ممکن هڅه مو کړې وي چې پرېږدئ يې او نور کينه ونه کړئ، یا هم هڅه کوئ چې د کينې اړوند فکرونه مو له ذهنه پاک کړئ او داسې کار ونه کړئ چې ستاسې د پښېمانۍ سبب وګرځي.
که تاسې اوس هم په ډېرو ساده خبرو پارېږئ، هره ورځ مو د ژوند ملګرې رټئ، ځان له نورو سره پرتله کوئ او له دې وېرېږئ چې د ژوند ملګرې مو درسره خيانت ونه کړي؛ نو سمدستي بايد په خپلو کړو وړو او افکارو کې تغير راولئ.
ځينې وختونه چې تاسې د کينې په څېر توندو کارونو له وجې په لانجو کې ښکېل يئ؛ د دې فرصت لرئ چې واضح ډول يې جزيات ووينئ، که يوه خوشحاله او له باوره ډکه اړيکه غواړئ؛ نو بدلون راولئ.
د کينې لس ضررونه چې تاسې او ستاسې اړيکې ته يې رسولی شي، ولولئ؛ تر څو وکولی شئ له دې لارې د کينې په له منځه وړلو فکر وکړئ او تصميم ونيسئ.
کينه د لاندې ستونزو د رامنځته کولو لامل ګرځي:
۱- ستاسې جسمي روغتيا ګواښي.
کينه خفګان او فشار زېږوي او اوږدمهالی خفګان کولی شي ستاسې روغتيا ته زيان ورسوي او د وينې لوړ فشار، د عضلاتو کمزوري کېدل، سر دردي، د معدې زخم، عصبي ستونزې او تر دې چې د زړه د حملې او د مغزي سکتې په څېر د خطرناکو ناروغيو سبب شي.
۲- ستاسې رواني روغتيا زيانمنوي.
د سختې کينې له امله يو شمېر ځانګړې رواني ګډوډۍ رامنځته کيږي؛ اما د کينې مروج او کمرنګه شکلونه هم کولی شي ستاسې رواني روغتيا زيانمنه کړي.
ژور خفګان، د ذهني تمرکز بايلل، زړه نازړه توب او بې خوبي د کينې لامله د رامنځته کېدونکو ناروغيو يو څو نمونې دي.
۳- د ګډ ژوند باور ته زيان رسوي.
کينه نه يواځې د ژوند په شريک ستاسې باور ختموي، د هغې باور په تاسو هم له منځه وړي.
ستاسې د ژوند ملګرې نه شي معلومولی چې په کوم کار تاسې ناآرامه کېږئ او کوم کار مو نه ځوروي؟
په همدې خاطر ډېر محتاطانه چلند کوي؛ ځکه ستاسې د چلند وړاندوينه نه شي کولی. تاسې يوه شېبه خوښ يئ او بله شېبه د کينې لامله عصباني کېږئ او خپله مخه نه شئ نيولی.
د هغې په نظر تاسې ته هغه څه چې وينئ او اورئ، مهم نه دي؛ د دې پر ځای تاسې خپله نتيجه اخېستنه سرته رسوئ. په دې خاطر هغه دې پایلې ته رسېږي چې تاسې له هغې سره رښتيني نه يئ او هغه هم هڅه کوي له تاسو سره رښتينې ونه اوسي.
۴- په خپل ځان باور مو کمېږي.
په دې کې شک نه شته چې د کينې يو لوی ضرر د ځان د ارزښت کموالی دی، تاسې په خپلو وړتياؤ فکر نه کوئ او ټول تمرکز مو د نورو په وړتياؤ وي. کينه ستاسې په ذهن منفي تاثير غورځوي.
۵ – تاسې د موجوده شرايطو په درک کې سهوه کېږئ.
د ژوند له ملګرې سره ستاسې خبرې او هغه څه چې تاسې يې په خپلو سترګو وينئ، د کينې له فلتره تېرېږي او په نتيجه کې ګډوډ او په تفسيرولو کې يې سهوه کېږي.
۶- د حال ښې شېبې له لاسه ورکوئ.
کينه تاسې په ماضي کې ساتي؛ دردوونکې، له خيانتونو، ناهيليو او يواځيتوبه ډکه ماضي چې شاته مو پرېښې ده.
تاسې د ځان اړوند پرمختګونه نه شئ ليدلی او د خپل ژوند ملګرې چې ځان ستاسې لپاره بدلوي؛ نه شئ ستايلی.
۷- هغه بحث او لانجې چې تاسې فکر کوئ حل شوي دي؛ بېرته رامنځته کېږي.
دا تقريباً ناممکنه ده چې د ژوند دملګرې سره به د نظر اختلاف ونه لرئ؛ ځکه کينه ستاسو ذهن شيندي او د هغه څه په هکله چې فکر کوئ، درته واقع کېږي او که داسې وي هم نه؛ د هغه څه په هکله چې تاسې يې وايئ او هغه څه چې تاسې يې کوئ؛ د ژوند د ملګرې د خفګان او تر منځ مو د لفظي شخړې سبب ګرځي.
۸- شديده نا امني رامنځته کيږي.
خامخا پوهېږئ چې هغه پرتلنې چې تاسې يې سرته رسوئ، ستاسې کمزوريانې درته له رنګونو ډکوي.
تاسې نه يواځې دا چې خپلې نيمګړتياوې نه جبرانوئ، بلکې هغه لا زياتوئ. دا هر څه د دې سبب کېږي چې تاسې د ځان په هکله د ناامنۍ احساس وکړئ.
۹- حتی د ورځنيو مسايلو په هکله هم درته بحث او خبرې کول سختېږي.
کله چې تاسې په کينه کولو روږدي شئ؛ نو اړيکې مو خرابېږي، تر دې چې وړې او بې ارزښته خبرې هم درته په لويو لانجو بدلېږي؛ ځکه تاسې د مقابل لوري خبرې په سم ډول نه شئ اورېدلی.
۱۰- د ژوند ملګری/ ملګرې مو له ځانه پوښتي چې په دې اړيکه کې پاتې کېدلی شي يا نه؟
د ژوند ملګری مو په ځينو حالاتو کې له ځانه پوښتي چې د دې ټولو دردونو او فشارونو زغمل ارزي او که نه؟ هغه بايد په دې اړيکه کې پاتې شي او يا تاسې د تل لپاره پرېږدي؟
کېدای شي د ژوند ملګری يا ملګرې مو له تاسې سره زياته مينه ولري؛ مګر نا انصافه تهمتونه، بې باوري او همېشه سپيناوی غوښتل يې ستړی کوي.
دا نښې بس نه دي؟
کينه تاسې ته له ژونده د خوند اخېستلو اجازه نه درکوي او تاسې هغه اړيکه چې تل مو ورسره مينه درلوده، نه شئ تجربه کولی.
کينه په ډېرې اسانۍ کولی شي ستاسې اړيکه او خوښي وګواښي.
تاسې د يو آرام او خوشحاله ژوند وړ يئ او د دې وړتيا لرئ چې هر هغه څه لاسته راوړئ چې مينه ورسره لرئ.