د یوه بریالي ګډ ژوند څو رازونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله چې ښځه او نارینه له یوبل سره د ګډ ژوند ژمنه کوي، نو دغه راز دوی دواړه له یوبل سره په دې خبره هم ژمنه کوي، چې د عمر تر پایه به له یوبل سره پاتې کېږي، خو تل داسې نه وي او حتا ځیني وخت له یوې لنډې مودې وروسته، د هغوی ترمنځ اړیکه ورو ورو سړېږي او په پایله کې جدایي رامنځته کېږي، خو ځینې جوړې د عمر تر پایه له یو بل سره پاتې کېږي او ځینې نور ژر یا په ځنډ سره جلا کېږي، باید په دې باندې پوه شئ، چې د ښځې او خاوند ترمنځ د اړیکې د خوندیتوب لپاره، باید دواړه لوري هڅې وکړي او د ګډ ژوند مهم ټکي په پام کې ونیسي.
په دې لیکنه کې د یوه بریالي واده په رازونو باندې رڼا اچوو، چې کولای شي، د ښځې او خاوند ترمنځ د اړیکې د پایښت ضمانت وکړي:
۱ ـــ د بریالي واده لپاره، له یو بل څخه واقع بینانه تمې ولرئ
مینه ناکه او رومانتیکه اړیکه ښه او فوق العاده ده او په ډاډ سره ویلی شم، د ژوند په شریک کې د غوره ځانګړتیاوو لیدنه د مینې او صمیمیت د خوندیتوب سبب ګرځي، خو تاسو قصد لرئ، چې کلونه کلونه د خپل ژوند له شریک سره ژوند وکړئ، نو له دې امله باید وکولای شئ، چې ځینې عیبونه او نیمګړتیاوې یې نالیدلې ونیسئ، د مینې او لېوالتیا په لومړیو لیدنو کتنو کې ښایي له فرد سره، چې مینه لرو، بشپړ او بې عیبه ښکاره شي، خو څو موده وروسته د هغه کمزورتیاوې او عیبونه را پیدا کوو، په دې وخت کې باید د واده بهیر د غځولو لپاره، باید شخصیتي نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې نالیدلې ونیسو، ځکه هېڅوک بشپړ نه دی.
په ټولو ودونو کې ځیني وخت باید د اړیکې او بریالي واده د خوندیتوب لپاره هڅې وکړو. داسې تصور وکړو، چې له زیار، زحمت او هڅې پرته کولای شو، اړیکه خوندي وساتو یا زموږ اړیکه باید تل بشپړه او بې عیبه وي، نو د ناهیلۍ سبب ګرځي ( لکه څنګه چې غیر واقعي تمې د ناهیلۍ سبب ګرځي ).
ښایي په دې خبره باندې به ډېر زیات ټینګار کوئ، چې د ژوند شریک له هره پلوه ستاسو په خوښه وي، خو باید هېر نه کړئ، چې هغه هم یو انسان دی او د بریالي واده لپاره باید دواړه لوري هڅه وکړي.
۲ ـــ د بریالي واده لپاره د اختلافونو د حل لارې زده کړئ
آیا تر اوسه مو دې ته پام کړی دی، چې ځینې کسان هېڅکله بښنه نه غواړي، هېڅکله خپله تېروتنه نه مني او هېڅکله نه وایي، چې وبښئ؟ په ډېر احتمال سره دا هغه کسان دي، چې هېڅکله واده نه کوي یا که چېرې واده هم وکړي، نو واده یې دوام نه کوي.
په هغه څېړنه کې چې په سان فرانسیسکو کې ترسره شوې، څېړونکو دا موندلې، هغه کسان چې بریالی واده لري، د مجردو افرادو په نسبت دوه برابره د خپل ژوند له شریک څخه د بښنې غوښتلو لپاره لېوالتیا لري، دې څېړنې دا څرګنده کړې، هغه کسان چې بریالی واده لري، په احتمالي توګه ۲۵ سلنه زیات بښنې غوښتلو ته لېوالتیا لري، حتا که چېرې په بشپړه توګه ځان ګرم ونه ګڼي.
سمه ده، چې مینه او لېوالتیا د دې سبب کېږي، چې دوه کسان له یو بل سره پاتې شي او بریالی واده ولري، خو دا جوړښت او درنښت دی، چې هغوی یو د بل ترڅنګ ساتي، نو له دې امله بښنه غوښتل زده کړئ.
۳ ـــ له یو بل سره خوشاله اوسئ او خوښي وکړئ، ترڅو بریالی واده ولرئ
په منظمه توګه د تېرو مینه ناکو وختونو یادونه او په خبرو اترو کې هغو ته اشاره کول، لکه: (څومره ښه وختونه و، چې … او په یاد دې دي کله چې … ) له یو بل سره د پاتې کېدو لپاره یوه بله اغېزمنه لاره ده، خو له یو بل سره خندېدل، حتا له هغو وختونو څخه هم اغېزمنه ده. د نویو څېړنو پر بنسټ، هغه جوړې چې له یو بل سره خاندي او په ترتیب سره له خوندورو وختونو څخه یادونه کوي، معمولاً له خپلې اړیکې څخه خوښ او راضي دي او بریالی واده را منځته کوي.
له یو بل سره ډېرې خوږې خاطرې جوړې کړئ او تر ډېره ترې یادونه وکړئ. د بوختیاوو نه لرل، د بریالي واده د مړاوې کېدو سبب ګرځي، لکه څنګه چې د اوبو نه شتون د ګلانو د مړاوې کېدو لامل ګرځي.
۴ ـــ له یوبل سره ښېګڼه وکړئ، ترڅو بریالی واده ولرئ
هڅه وکړئ، له هغه څخه ډېر چې د خپل ژوند له شریک څخه یې د ترلاسه کولو تمه لرئ، یو څه هغه ته ور وبښئ. که چېرې ستاسو موخه د خپل ژوند په شریک کې د خوښۍ، رضایت او نېکمرغۍ را منځته کول وي، نو ډاډه اوسئ، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به بې شمېره فرصتونه پیدا کړئ، په یاد مو وي، چې انسان تل هڅه کوي، چې د نورو ښېګڼې جبران کړي.
۵ ـــ د یوه بریالي واده لپاره، د خپل ژوند د شریک له شخصیت څخه د ښه احساس لرل
ډېره مهمه ده، له هغه چا سره، چې د واده کولو قصد لرئ، د زړه له کومې او په رښتینې توګه ورسره مینه ولرئ، یا په بل عبارت ستاسو د ژوند شریک باید ستاسو تر ټولو غوره او صمیمي دوست وي، البته په دې مانا نه، چې له واده وروسته تاسو ملګرو او دوستانو ته اړتیا نه لرئ، بلکې موخه داده، چې د ژوند د شریک ښې ځانګړتیاوې مو باید ډېرې زیاتې وي، که چېرې داسې وي، نو غوره او بریالۍ اړیکه به ولرئ. د ژوند له شریک سره مینه لرل، په ښې او سالمې اړیکه کې یو مهم لامل ګڼل کېږي.
۶ ـــ د خپلو اړیکو او بریالي واده د خوندیتوب لپاره هڅه وکړئ
بریالۍ جوړې په منظمه توګه د خپل ژوند وضعیت بررسي کوي او له یو بل سره خبرې کوي، تر څو د خپل ګډ ژوند له خوښۍ، خوشالۍ او رضایت څخه دواړه لوري ډاډه شي. که چېرې یو یا دواړه لوري له ګډ ژوند څخه خوشاله نه یاست، نو خپلې ستونزې ته د حل لارې ولټوئ.
ځینې جوړې په خپل منځ کې ډېرې شخړې کوي، خو سره له دې هم بریالی واده لري، ځینې نورې جوړې ډېرې کمې شخړې کوي، خو کله چې شخړه را منځته کېږي، نو د دوی ترمنځ اړیکه ډېره زیانمنه کېږي.
یو بل مهم لامل، چې د دې ښکارندویي کوي، چې د واده اړیکه به مو له ماتې سره مخامخ شي، له بریده زیات د دفاعي حالت لرل دي، که چېرې کوم کس دا چې د ژوند شریک یې تېروتنه وکړي، چیغې وهل پیلوي او دا حساس کوي، چې وبه ګواښل شي او یا به برید پرې وشي او دا چلند د دوی دواړو ترمنځ همېشنی او معمول دی، نو باید ووایو، چې دا اړیکه په خراب وضعیت کې ده. دفاعي حالت د اړیکو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی کوي او صمیمیت له منځه وړي او دغه راز بریالی واده او اړیکه هېڅکله نه را منځته کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.