ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
خبرې کول نه یوازې دا چې د مفاهمې یوه وسیله ده؛ بلکې د غږیدونکو کسانو د شخصیت ښکارندویي هم کوي.
له دې کبله ضرور ده، چې په خبرو کې ډېرمحتاط اوسوو او داسې څه چا نه ونه پوښتو، چې زموږ په کم عقلۍ دلالت کوي.
دلته هغه پوښتنې درسره شریکوو، چې هوښیاران یې چا ته نه کوي او کوونکي یې خلکو ته کم عقل ښکاري.
هغه مو څه کیږي؟
ضرور به نه وي، چې د ټولو خلکو د خپلمنځیو اړیکو په اړه وپوهیږئ.
په خاصه توګه د نارینه او ښځینه وو د اړیکو په پوښتلو خلک ناراضه کیږي.
هڅه کوئ، چې له جدي اړتیا پرته د چا د داسې اړیکو په تړاو پوښتنې مه کوئ، په خاص ډول هغو کسانو نه خو یې بیخي مه پوښتئ، چې ډېر ورسره صمیمي نه یاست.
وړاندوینې مه کوئ؟
کله بې ځایه وړاندوینې ستاسې شخصیت زیانمنوي؛ مثلا: یو څوک له یوه ده نه مشر او هم څېرې کس سره وینئ او ورته وایئ: دا به مو پلار وي؟
دا پوښتنه کیدای شي پر هغو دواړو بده ولګي او دلیل یې دا وي، چې هغوی به پلار و زوی نه؛ بلکې سره وروڼه وي.
نو داسې وړاندوینې هم مه کوئ، چې ورسره کم عقل ښکارئ.
څومره وخت مو سره وشو؟
خلک د ځینو اړیکو په اړه غواړي وغږیږي او د ځینو په اړه نه، تاسې که غواړئ کم عقل ښکاره نه شئ، داسې پوښتنې له چا مه کوئ: له هغه/هغې سره مو د اړیکو څومره وخت شو؟ څنګه ملګري شوئ؟ اړیکې مو څنګه دي؟
د ګډ ژوند پوښتنې مه کوئ!
دا پوښتنې مو هم د هوښیارو له ډلې باسي او په کم عقلانو کې مو حسابوي:
اولاد لرئ؟
مېرمنه مو حامله ده؟
هلک که نجلۍ غواړئ وزیږوئ؟
د ګډ ژوند په اړه ډېر خلک حساس دي، نو مه غواړئ چې دغه حساسیت درته سرخوږی شي.
خصوصي حریم ته احترام وکړئ!
انسانان حتمي ده، چې ناروغان کیږي. د ځینو ناروغیو حال د ویلو وي او د ځینو نه.
مناسبه نه ده، چې کوم ناروغ نه د پوښتنې پر وخت له هغه څخه تحقیق شروع کړئ.
غوره ده، چې خپلې نیکې هیلې ورسره شریکې او نور یې زیات ونه غږوئ.
که ناروغ خپله غوښتل درسره ډېر وغږیږي او د ناروغۍ، درملنې او دردونو جزیات درته ووایي، بیا کولای شئ پوښتنې ورڅخه وکړئ.
د عمر او عوایدو پوښتنه هم مه کوئ!
عامه خبره ده، چې د ښځو عمر او د نارینه وو عاید مه پوښتئ. چې داسې ده، له دواړو یې بې ضرورته دواړه پوښتنې مه کوئ.
نه یوازې د عمر او عوایدو؛ بلکې د دوی د اخیستو څېزونو لکه: کور، موټر، جامو او نورو شیانو د بیو پوښتنه هم بې ضرورته مه کوئ.
البته نیږدې او صمیمي دوستان استثنا کیدای شي.