لیکنه: ریان مړوند
ښځه نه یوازې په کور کې د یوې مور په توګه مسولیت لري، بلکې هغې ته د یوې مېرمنې مسولیتونه هم ورترغاړې وي. هغه مېرمنې چې دغه مسولیتونه په سمه توګه مخته وړي او سم يې رهبري کوي هغوی بریالۍ او خوښې کورنۍ هم لري.
په دې لیکنه کې مو درته اته هغه ټکي راخیستي دي چې ښې او بریالۍ مېرمنې يې د خپلو میړونو لپاره کوي.
پر میړه مې مو وویاړئ
پر خپل میړه یا د ژوند پر ملګري مو ناز او ویاړ وکړئ؛ پر هغه ویاړئ؛ ورته احساس کړئ چې تاسې پرې ناز کوئ! او تاسې پرې ویاړئ! ددې احساس په درلودولو سره ستاسې سړی پر خپل ځان او خپل شتون ډاډ پیدا کوي. نو ښې او غوره مېرمنې تل پر خپلو مېړنو ویاړي او پر هغوی ناز کوي.
د خپل میړه ملاتړ وکړئ
هیڅ کله مو د ژوند ملګری په سخت حالت کې یوازې مه پرېږدئ، بلکې د یوې ملاتړ کونکې مېرمنې په توګه خپل رول ولوبوئ! ان په ورځیني ژوند کې تاسې د یوې غوره مېرمنې په توګه د خپل میړه ملاتړ کونکې اوسئ، هغه ته مشورې ورکړئ، د چارو، ستونزو او پرمختګونو په اړه ورسره خبرې وکړئ؛ خپل نظریات ورسره شریک کړئ او په دې توګه د هغه ملاتړ کونکې اوسئ.
میړه ته مو د مننې احساس ورکړئ
هر سړی هیله لري، چې د هغه د هڅو او منډو تړلو مننه او قدردانی وشي، نو د یوې غوره مېرمنې په توګه وخت ناوخت خپل میړه ته دا احساس ورکوئ چې تاسې يې منندوی او ځينې خوښ يئ، په دې چارې سره ستاسې میړه د ډاډګیرنې احساس کوي.
غوره او ښې مېرمنې د خپلو میړنو له ښو کارونو قدردانی کوي.
د کور چاپېریال د ژوند لپاره ښایسته کړئ
غوره او ښې مېرمنې د خپل کور چاپېریال او حالت داسې جوړوي چې د هغوی میړنه په کې خپلې خوښۍ، مینه او یوالي پیدا کوي. نو خپلو کورونو ته په خپله خوشالۍ راوړئ او دا کار تاسې کولی شئ.
جنسي اړیکې د یو پر پل خوښه وپالئ
ځينې مېرمنې سیکس یا جنسې اړیکي د خپلو میړنو پر وړاندې د یوې وسلې په توګه کاروي، ښې مېرمنې دې موضوع ته جدي پام کوي او خپل جنسي ژوند او غوښتنې داسې برابروي چې د دوی تر منځ د لا نږدېوالي لامل شي نه داسې چې د خپل میړه پر وړاندې يې د وسلې په توګه وکاروي.
د هغه د خوښې ځينې واړه کارونه وکړئ
ښه به دا وي چې د یو مسولیت په توګه په دې ځان خبر کړئ، چې ستاسې میړه څه شی خوښوي او په کومو وړو کړنو د خوشالۍ احساس کوي. کیدای په دې وړو کارونو کې د هغه د خوښې وړ خواړه تیارول وي او یا ځينې نور… نو ددې وړو وړو کارونو په کولو سره تاسې کولی شئ چې هغه ته د خوشالۍ احساس ورکړئ.
حیرانونکې ډالۍ ورکړئ
د هغو مېرمنو له ډلې اوسئ چې د خپل میړه لپاره تل یوه حیرانونکې ډالۍ او خوښي لري، په دا ډول وړو وړو حیرانونکو ډالیو سره تاسې د یوې ښې مېرمنې په توګه د خپل په میړه په زړه کې همیشنی ځای پيدا کوئ.
پاملرنه او مینه وکړئ
هڅه وکړئ د خپل میړه پر وړاندې د یوې با پامه مېرمنې په توګه چلند وکړئ، هڅه وکړئ خپل میړه ته د مینې او محبت احساس ورکړئ، هغوی همدې چارې ته ضرورت لري او دا چاره ستاسې ترمنځ نژدې والی پیدا کوي.
هغه مېرمنې چې پورته یاد شوې کارونه کوي او دا عادتونه لري، هغوی له خپلو میړنو سره ښه او ارامه ژوند لري.