لیکنه: عبدالرقیب سایل
مشري هغه وړتیا وي، چې پر مټ یې ډلې، ګروپونه او عام خلک متاثر/ اغیزمن کېږي. تاثر یوازې دا نه دی، چې په یادو ډلو خپل ځانونه وپيژنئ، بلکې له پيژندنې سربیره څنګه کولی شئ، چې د خلکو ترمنځ د ځینو مسایلو په اړه خپل ښکاره رول وښيئ. بل خوا، مشر بیا هغه کس دی، چې د نورو خلکو د رهبري کولو مسوولیت سربیره ډير پیروان (Followers) هم لري.
دلته بیا ټول هغه کسان مشران یادیږي؛ څوک چې د خلکو استازولي پر غاړه لري یا د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ولایتي شورا او یا د نورو شوراګانو او ټولنیزو بنسټونو مشران وي. همدارنګه د ټولو ادارو رییسان هم په دې ډله کې راځي. دوی ته هم یوه ډله ور له غاړې ده، چې تنظیموي یې او د ټاکلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
ځان وپيژنئ او خپل ځواک وګورئ
تر ټولو مهم ټکی هغه دا دی، چې لومړی باید ټول مشران ځانونه وپيژني. پيژندنه په دې معنا نه ده، چې دی څوک او د کوم ځای دی؛ بلکې پيژندنه په بشپړه توګه څنګه مشر شوي یاست. د چا مشري پر غاړه لرئ. موخه څه ده یعنې ولې د یوې ډلې مشران ټاکل شوي یاست. ددې ټولو پوښتنو ځواب برسیره خپل ځواک هم درک کړی. څومره امکانات په واک کې لرئ. مادیات مو څومره دي او څنګه انساني قوه لرئ.
تکنیکي وړتیا ولرئ
تکنیکي وړتیا په دې معنا، چې د ځینو مسایلو په اړه ډیر ژر فکر کوئ. ټولې خواوې وسنجوئ. له وړاندې ټول پېښیدونکي غبرګونونه په نظر کې ونیسئ. د ناستو او غونډو په تکنیکي اړخونو هم ځانونه وپوهوئ، چې څنګه به غونډې تنظیموئ. ممکن یو څوک مو مخالف واوسي یا د کومې توطیې ښکار کېږئ نو تاسې په پوره وړتیا سره، اختلاف له منځه یوسئ او د توطیو مخه هم په اسانۍ سره ونیسئ.
مسوولیت مو درک کړئ
په پیل کې مو هم یادونه وکړه، چې د کومې موخې لپاره تاسې مشر شوي یئ نو د همدې موخې یا دندې لپاره فکر وکړئ، چې څنګه به کارونه مخته وړئ، ترڅو ټولې موخې ترلاسه کړئ او بریالئ شئ. له ټولو چارو ځانونه خبر کړئ. کېدای شي د کارونو په اړه مو یو څوک وپوښتني یا ښايي رسنۍ درسره مرکې وکړئ. همدارنګه ممکن ستاسې په خپلو خلک کې داسې یو څوک راپیدا شي، چې تاسې وننګوي او ډيرې ستونزمنې پوښتنې در څخه وپوښتنې نو ددې ټولو ممکننه حالاتو را منځته کېدو لپاره اماده ګي له وړاندې باید ولرئ.
وخت مو په نظر کې ونیسئ
د مشرتابه لپاره، وخت ډير مهم په دې دی، چې کارونه زیات وي؛ د ټولو کړنو ترسره کول اړین وي نو د همدې لپاره مشر باید د وخت ښه پابند وي. هر چیرته چې ځئ نو په ټاکلي وخت لاړ شئ؛ کنه دا به تاسې ناسم معرفي کړي، کوم چې تاسې یوه ښه مشر نه یاست ځکه د خپل وخت خیال نه ساتئ.
خپل خلک وپيژنئ
بل مهم ټکی دا دی، چې تاسې د چا مشر یاست. هغوی څوک دي. څنګه فکر لري او څه غواړي، چې دوی ته وشي. ټول خلک یو شان نه دي. هر څوک جلا فکر لري. په دې وپوهیږئ، چې تل خلک موافق نه وي او نه هم تل مخالف وي. خپل باوري خلک پیدا کړئ، چې پر مټ یې نور خلک هم را خپل کړلی شئ. دا ملګري هم باید په بشپړه توګه وپوهوئ، چې تاسې څه غواړي، ترڅو دوی په ټولنه کې ستاسې فکر خپور کړي. د ټولیزو ستونزو لپاره هم له خلکو سره نیږدې پاتې شئ. پرېږدی چې خلک خپلې ستونزې په خپله حال کړي. یوازې ستاسې شتون ورسره مهم دی. د خلکو په مړي او ژوندي کې ګډون وکړئ. پر هېچا زور ازمايي ښه نه ده. د عادي انسان په څير ځکه وه اوسئ، چې تاسې د خپلو اهدافو لپاره کار کوئ، نو اړتیا نشته چې خلک مو بد یاد کړئ.
خپل خلک مسوولیت ته متوجه کړئ
د مشرتابه لپاره، تر ټولو وروستۍ غوره ټکی هغه د خلکو خپلو مسوولیتونو ته متوجه کېده دي. ستاسې بل مهم رول به دا وي، چې پر خلکو خپل مسوولیت وپيژنئ، چې دوی څه رول لري. ستاسې د موخو لپاره څه کولی شي او یا خلک د خپل ژوند لوړولو لپاره څه باید وکړي. یوازې نه دا چې تاسې لګیا وئ او خپل فعالیتونه مخته وړئ، بلکې په بشپړه توګه دوی هم باید درسره ګډ کار وکړي، ترڅو ټولې کېسې سمې ترسره شي. دا کار به ستاسې ورځ تر بلې انساني قوه لا ډيره کړي او تاسې چې هر کړنه ترسره کوئ نو د خلکو اندېښنه به درسره نه وي، چې خلک به څنګه کېږي. د خلکو را وېښېده ستاسې مسوولیت دی. فکر ونه کړئ، چې ګواکې دا خلک که خپل مسوولیت ته متوجه کړئ نو بل ورځ به ممکن ستاسې مخالفت وکړي. نه داسې به هېڅ وخت نه کېږي؛ دوی به تاسې تل د يو ښه مشر په توګه یادوي او ستاسې د احسان پوروړي به هم وي.