د ژوند د هدف په هکله د نړۍ ۱۶ مفکرين څه وايي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړن: عمران لمر
د ژوند هدف څه دی؟
اوس مې هم ياد دي، کله به چې ماښام ټوله کورنۍ ډوډۍ ته ناست وو، خور به مې له پلاره همدا پوښتل او پلار به مې په ځواب کې ورته ويل: ولې داسې سختې پوښتنې کوې؟
هو، هم دا تر ټولو هوښيار ترين ځواب و، چې پلار مې د هغې پوښتنې په ځواب کې ويلو چې ځواب يې زده نه و.
د ژوند د هدف په هکله دا او دې ته ورته زر نورو پوښتنو ممکن ستاسو، زما او يا د بل هر کس ذهن بوخت کړی وي.
ولې دلته يوو؟
د ژوند څرنګوالی څه دی؟
ولې د ژوند ۱۵- ۱۶ کلونه په درس ويلو تېروو؟ د ۸۰ زره ساعتونو په شاوخوا کې کار کوو او تر دې چې ولې خپل مثل توليدوو، ولې له مونږ وروسته بل نسل او له هغې وروسته بل همدې کارونو ته ادامه ورکوي او دا بهير غځېږي؟
که چېرته د دې هيڅ کار لپاره په دليل نه پوهېږو؛ نو ولې يې سرته رسوو؟
بايد يو ستر او ارزښتناک هدف شتون ولري؛ له ما سره موافق يئ؟
د دې پوښتنې (د ژوند هدف څه دی؟) د سم ځواب او د ګونګو نقطو د لېرې کولو لپاره له مونږ او دې ليکنې سره اوسئ.
غواړو د ۱۶ کسانو ځوابونه چې له ټولو همدا يوه پوښتنه شوې ده او ښکاري چې دوی ټولو د ژوند هدف موندلی دی، په ګډه ولولو:
د ژوند هدف څه دی؟
منو چې ځينې ځوابونه به له يو ځوابه لوی وي، مګر ګرانو دوستانو زه تاسو نه هيله کوم چې د لومينيتا ځواب دقيق ولولئ، زه اوس هم چې هر ځل د هغه ځواب لولم، سخت متاثره کېږم.
۱. دالایی لاما (The Dalai Lama)
«د ژوند هدف خوښ اوسېدل دي.»
دالايی لاما چې اصلي نوم يې تنزین جیاتسو دی؛ په اوسني وخت کې د تبت د بودايانو رهبر دی.
دالايي لاما په اصل کې هغه لقب دی چې د بودايانو رهبر ته ورکول کېږي.
تنزين جياتسو يو روحي طبيب دی او همېشنی پيغام يې د نړۍ ټولو خلکو لپاره سوله او مهرباني یاد شوی.
زه باوري يم چې د ژوند هدف خوښ اوسېدل دي. زمونږ د وجود هسته قناعت دی او ما د خپلو کمو تجربو په اساس موندلې ده چې: هر څومره چې د نورو خوشحاليو ته پاملرنه وکړو، يو ښه احساس زمونږ په داخل کې منځته راځي.
د نورو سره د مينې احساس مونږ آراموي او وېره او ډار رانه لېرې کوي.
او دا احساس تاسو ته د دې قدرت درکوي چې له هر ډول خنډونو سره چې مخ کېږئ، ورسره مقابله وکړئ او دا د ژوند د برياؤ اصلي سرچينه ده. د ځمکې په سر يواځې مونږ نه اوسو؛ نو دا به سهوه وي چې زمونږ ټولې هيلې همدا زمونږ په خوشحاليو کې پوره شي.
البته د خوښيو په لټون پسې بايد له ځانه ونه وځو، همدا د روحي سکون راز دی.
۲. ستیو پاولینا (Steve Pavlina)
«د ژوند هدف موندنه او تجربه ده.»
ستيو پاولينا په ۱۹ کلنۍ کې په يو انفرادي سمڅه کې زنداني شو، مګر تصميم يې ونيولو چې خپل شخصيت وروزي او په پای کې د نړۍ يو له لويو ويبلاګ ليکونکو شو.
که غواړئ د هغه ويبلاګ ته سر ښکاره کړئ؛ نو بايد خامخا خپل وخت تنظيم کړئ، ځکه د هغه د ويبلاګ منځپانګه روږدي کوونکې ده.
۳. بایرون کیتی (Byron Katie)
«د دې لپاره چې وپوهېږو، د ژوند هدف څه دی، بايد پوه شو چې رښتيا د ژوند هدف څه نه دی؟!»
بایروک کيتي په ژور خفګان اخته و چې د ځان وژنې هڅه يې هم کړې وه، مګر کله چې يې په سمه توګه درک کړه چې څنګه کولی شي خپل ژوند تغير کړي؛ نو په خپلو ټولو غمونو لاسبری شو.
هغه څه چې ده درک کړل دا و: کله چې په بدو فکرونو باور وکړو؛ نو زمونږ د ناآرامۍ سبب ګرځي؛ مګر که اهميت ورنکړو، نو نه ځورېږو. دا يو ډېر ساده او په عين حال کې قوي کار دی؛ مګر ډاډه اوسئ چې کار ورکوي.
زه بيا بيا تاسو ته توصيه کوم چې فقط ښه فکر وکړئ.
۴. کریس گیل‌بیو (Chris Guillebeau)
«د ژوند هدف شايد يو جوړه بوټان او پيشوګانې وي.»
د کريس ځواب شايد يو څه عجيبه وي، مګر حيرانېږئ مه؛ ځکه هغه خپله هم يو ځانګړی انسان دی.
هغه يو ژوندی او رښتينی مثال دی چې تاسو ته دا ثابته کړي چې تاسې هيڅ مجبور نه يئ چې په ژوند کې د چا د لارې پيروي وکړئ.
تاسې اړ نه يئ چې د نورو په څېر اوسئ.
دا ياغي انسان باور لري چې که وغواړئ چې هيڅ باندينی عنصر دې تا محدود نه کړي او ستا لاسونه او پښې دې وتړي؛ نو کولی شئ.
دې انسان د نړۍ ۱۹۳ هېوادونه ليدلي دي؛ نو طبيعي ده چې لږ تر لږه د ژوند په يو يا دوه رازونو به پوهېږي.
کولی شئ په يوټيوب کې د هغه ويډيوګانې د (Boots and Cats) په نوم وګورئ.
۵. کریستی ماری شلدون (Christi Marie Sheldon)
«د ژوند يواځینی هدف چې د انسان روح آرامولی شي، مينه ده.»
هغه څه ته چې ستاسو روح له خوښيو ډکولی شي؛ اجازه ورکړئ چې تاسو ته لاره وښايي.
ټول هغه کار چې تاسې يې بايد وکړئ؛ دا دی چې فرصتونه رهبري کړئ.
کريستي په زړه پورې وړتيا لري؛ هغه فقط يو چا ته په يو ځل ليدلو پوهېږي چې په ژوند کې هدف لري او که نه؟
هغه يوه رغوونکې انرژي، رهبر او همدا ډول د موندنو او لاسته راوړنو متخصص دی.
په دې نړۍ کې د هغه دنده ټولو انسانانو ته د مينې او مثبتې انرژۍ رسول دي.
۶. متیو سیلور (Matthew Silver)
«خدای مونږ ته د تصميم نيولو او ارادې وړتيا راکړې ده؛ مګر بايد د هغې د ترلاسه کولو لپاره له زړه نه استفاده وکړو.»
که کومه ورځ مو په نيويارک کې څوک وليد چې خپل بنيان يې له يو حيوانه تاو کړی و او ساعت تېروونکې سندرې يې ويلې او تاسو ته يې وويل چې هره لحظه غنيمت وګڼئ؛ نو پوه شئ چې دا متيو سيلور دی.
هغه يو پېژندل شوی ګرځنده هنرمند دی؛مګر تر ډېره پرې خلک د لېوني ګمان کوي.
په جرأت سره ويلی شو چې متيو چې د مينې او په حال کې د ژوند کول پيغام راوړونکی دی؛ د نيويارک په څېر په مصروف ښار کې له ټولو هوښيار انسان دی.
۷. رالف اسمارت (Ralph Smart)
«باوري يم د ژوند هدف دا دی چې د خپل ځان په تر ټولو بهترينه نسخه بدل شو.»
رالف هغه څوک دی چې د ژوند په مفهوم کې ژور ډوب شوی دی او مونږ هڅوي چې له ټولو خيالونو او پېژندنو پورته لاړ شو.
هغه د خپل يوټيوب کانال اينفينيټ واټرز (Infinit Waters)له لارې له خلکو سره مرسته کوي؛ تر څو وکولی شي خپله پوهه زياته کړي او خپله رښتينې انرژي په کار واچوي.
۸. پارکر هسر (Parker Heuser)
«د ژوند هدف د خپل چاپېريال پېژندل، د خپل ځان پېژندل او د هغه څه پېژندل دي چې زده کړي مو دي.
د خپل زړه او د خپل معنوي تکامل پيرو واوسئ.»
پارکر او د هغه ملګري الکسي، مکس ګاتفيلد او ګمبل په ژوند کې پر انرژي خلک دي.
په ټولنيزو رسنيو کې ډېر خلک د هغوی د خوندورو او حيرانوونکو ويډيوګانو نه د ساعت تېرۍ الهام اخلي.
د (درې کلنه مسافري په درې دقيقو کې) ويډيو يې وګورئ او خوند ترې واخلئ!
دا ويډيو به مو حال بدل کړي او خوښ به شئ.
غواړم د پارکر د ځواب په هکله لږ وغږېږم.
ګرانو ملګرو!
خپل شاوخوا چاپېريال وپېژنئ، د نړۍ په هکله معلومات تر لاسه کړئ، هر هېواد چې کولی شئ، ويې ګورئ، خپلې پوهې ته مو په پوره درک او ذهني کار او دا چې څنګه کولی شئ خپلې وړتياوې پورته يوسئ، پراخوالی ورکړئ.
خپل ځان پيدا کړئ، وګورئ چې له کومو شيانو سره علاقه لرئ؟
کوم شيان ستاسو لپاره ښه دي؟ ستاسو لپاره لويه ساعت تېري کومه ده؟ آيا په رښتيني مانا ژوندي يئ او ژوند کوئ؟ د خپل زړه ومنئ، هغه کارونه وکړئ چې خوشحالوي مو، خپل روح ته د يوې مرغۍ په څېر الوت ورکړئ او د يو لامبو وهونکي جسم په څېر د کم وزنۍ احساس وکړئ او په پای کې په حقيقي پوهې د خپل معنوي پوره والي پسې شئ.
د انسان واقعيت د هغه روح دی، نه مادي وجود او هغه ژوند چې مونږ يې پېژنو د بشر د معنوي تکامل په لور يو ګام دی.
په همدې اساس د ژوند هدف دا دی چې د ښه کېدو لپاره هر کار چې کولی شو، بايد ويې کړو او په ټوله کې د حقيقي پوهې په ترلاسه کولو ځان د پاتې ژوند لپاره آماده کړو.
۹. بيري دونپورت (Barrie Davenport)
«د ژوند هدف پوهې او مينې سره په حال کې ژوند کول دي، بې پروا مينه خپرول، همېشه زده کړه، په نويو او حيرانوونکو شيانو پسې ګرځېدل او د ژوند په اوږدو کې سولې او مهربانۍ ته پراختيا ورکول.»
بيري د هغو خلکو سره مرستې کولو ته لېواله دی چې غواړي ځان پيدا کړي.
هغه له دوی سره مرسته کوي چې په ژوند کې شور او ډېره لېوالتيا ولري.
د هغه کارنده او عملي مشورې له خلکو سره مرسته کوي چې د خپل روح لپاره الهام ورکوونکي واوسي او هغوی ته د خپل نظر په تګلوري د حرکت کولو لارښوونه کوي.
۱۰. گيري واینرچوک (Gary Vaynerchuk)
«د ژوند هدف هغه ميراث دی چې د شمالي ستوري په څېر په راتلونکي کې زما ټولې کورنۍ ته لارښوونه وکړي.»
ګيري د لوړو سريالونو جوړولو د يوې کمپنۍ رئيس او د يوې ټولنيزې رسنۍ مسئول دی.
هغه په دې مين دی چې احساسات په واقعيت بدل کړي.
د هغه ټوله هڅه دا ده چې انسانانو ته وښيي چې د انټرنېټ په عصر کې د هغو کارونو د نه کولو لپاره چې مونږ خوشحالوي، هيڅ بهانه شتون نه لري.
۱۱. جاستین ماسک (Justine Musk)
«د ژوند هدف خپلو وړتياؤ او آراموونکو نقطو ته پراختيا ورکول، د دروني پوهې د ترلاسه کولو هڅه کول او د عمر په ټوله موده کې خپل روح ته ارتقاء ورکول دي.»
دا هدف داسې څه دي چې تاسې يې هر وخت او هر ځای سرته رسولی شئ او ستاسو څرنګوالی ښکاره کوي. دا هغه خدمت دی چې تاسې يې نورو ته کوئ، د خپل ځان ساتل په اصل کې د جهان ساتل دي.
څوک چې ژوند ته دا ډول ګوري، هغه څوک ده چې د موټر ټکر راويښه کړه.
کله چې هغې د خپل ګډ ژوند اته کاله له ايلان ماسک سره تېر کړل، پوه شوه چې د هغه رول يوه غاړه کې د يوې ښايسته او جذابې ژوند ملګري په څېر دی؛ نو تصميم يې ونيولو چې د خپل کامياب خاوند په سيوري کې پاتې نه شي او خپله د خپل ژوند د داستان رهبره شي او نن ورځ هغه يوه با استعداده قوي او له شوره ډکه ليکواله ده.
۱۲. الکس بلک ول (Alex Blackwell)
«د ژوند هدف پرته له تمې مينه خپرول او دې باور ته رسېدل دي چې تاسې تل د مينې موندنې وړ يئ.»
الکس له طلاقه وروسته درک کړه چې بايد په خپل ژوند کې اساسي تغيرات راولي.
که څه هم هغې ونه شو کولی خپل د ژوند ملګری وژغوري (هغه په يو خوشحالوونکي بدل کړي) ، مګر هغې تصميم ونيولو چې خپلې تجربې د نورو په واک کې ورکړي.
هغه په خپل ويبلاګ کې د نورو په ژوند کې د مثبتو تغيرونو راوستلو لپاره ښکاره او په پوره اخلاص د خپلو سفرونو تجربې شريکوي.
۱۳. ویل مایکل (Will Mitchel)
«د ژوند هدف ځان بشپړول دي، خپلې واقعي انرژۍ ته د لاسرسي له لارې د خپل نظر مطابق د جهان جوړول.»
ويل له دولس کلنۍ را په دې خوا او د هغه وخت نه چې مکتب ته تللو خپل کاروبار يې جوړ کړو، هغه يو انترنيتي کار پيدا کوونکی دی.
اوس يې له خپل نږدې ملګري کايل اشنرودر سره په ګډه (بروس سټارټ اپ) جوړ کړی چې هدف يې خلکو سره د کار په پيدا کولو او کاروبار جوړولو کې مرسته کول دي.
د دې اپ اصلي پيغام (تاسو کار ته اړتيا نه لرئ) دی.
۱۴. جاشوا بیکر (Joshua Becker)
«د ژوند هدف خلکو ته خدمت کول دي.»
څو کاله وړاندې جاشوا او کورنۍ يې له خپلې ۷۰ فيصده دارايۍ خلاص شول.
دوی دې نتيجې ته رسېدلي وو چې د کمو شيانو درلودل د ډېر ژوند کولو په مانا دي.
اوس دی له خلکو سره د هغوی د ژوند په ساده کولو کې همکاري کوي، تر څو د واقعي او مهمو شيانو لپاره فضا خلاصه شي.
۱۵. لومینیتا ساویز (Luminita Saviuc)
«د ژوند هدف رښتينې مينه کول دي.»
دا چې لومينيتا څوک ده، په هدف کې خلاصه کيږي.
د هغې خبرې چې د معرفت او حکمت حاصل دي، د يوې جادويي امسا په څېر د ټولې نړۍ د خلکو زړونه لمس کوي.
که تر اوسه هغه نه پېژنئ؛ نو زه مشوره درکوم چې د هغې مقاله (هغه ۱۵ شيان چې د خوښ اوسېدو لپاره يې بايد پرېږدئ) ولولئ.
دا مقاله ۲ مليونه ځلې په فيسبوک کې شريکه شوې ده.
د ژوند هدف څه دی؟
مينه….حقيقي مينه
په يو رښتيني مين بدل شئ او هاغه وخت خپل شاوخوا ته د مينې وړانګې خپرې کړئ.
له هغو خلکو سره چې له تاسو سره مينه کوي، مينه وکړئ، مينه خپره کړئ او له هغو کسانو سره هم چې له تاسو سره مينه نه لري.
مهمه نه ده چې په بدل کې يې مينه وګورئ، ځکه دا يواځينی شی دی چې نورو ته يې بخښلی شئ.
د مينې خپرولو لپاره د فرصتونو پسې شئ، پرته له دې چې وګورئ چېرته يئ او څه کوئ؟
شايد ونه شئ کولای چې چا سره مرسته وکړئ؛ مګر کولی شئ د هغه څه نه وروسته چې ګورئ يې او يا يې سرته رسوئ، يوه قوي مينه حس کړئ.
ژوند مينه ده او مينه ژوند دی، کله چې ډېره مينه زمونږ په رګونو کې جاري شي، په ډېر خوځښت بدلېږي، ليد لوری مو روښانه کيږي او دا هغه وخت ډېر واضح کېږي چې نه يواځې زمونږ دزړه او روح سره بلکه د ژوند د دې سيارې پر مخ د هر ژوندي موجود له زړه او روح سره يوځای شو.
په لومړيو کې شايد انسانان له يو بله ډېر متفاوت ښکاره شي، مګر زمونږ د ټولو وجودي هسته يو ډول ده، مونږ ټول له يوې ژورې او قوي لارې له يو بل سره په اړيکه کې يو.
زمونږ د ټولو وجودي هسته يو ډول ده، مونږ ټول له يوې نوعې، نژاد او بشره يوو.
پرته له هغه بېلتونه چې زمونږ په ذهن کې دی او د يو بل سره د تړاو له وېرې دی، بل هيڅ بېلتون نشته.
که اجازه ورکړو چې مينه زمونږ زړونو ته لاره وکړي، ټول به په مينه يو شو او ژوند به مو له هماغې نقطې بيا پيل شي.
نو همدا مونږ يوو چې د خپل شاوخوا نړۍ پېژنو او په پای کې درک کوو چې په دغه نړۍ کې مونږ ژوند کوو او دا نړۍ په مونږ کې راټولېږي….. مونږ ټول يو يوو.
۱۶. برندان بیکر (Brendan Baker)
«د ژوند هدف د يو متفاوت شي جوړول دي، متفاوت او مثبت.»
برندان په ځوانۍ کې په خپل کار کې بريا ته ورسېد، هغه ډېر ژر درک کړه چې بريا ته رسېدل يا خوشحالۍ ته رسېدل له نورو سره برابر نه دي.
هغه مفهوم چې ده وموند، د دې باعث شو چې له نورو سره د هغوی په ګټو کې مرسته وکړي. دا کولی شي په يو فرد، ټولنه، چاپېريال يا ټوله نړۍ کې د يو متفاوت شي په مانا شي. رښتينی ژوند هلته پيليږي چې له يو لوړ هدف سره چې له تاسو پورته وي، يوځای شئ.
يوه لويه پوښتنه چې په يو ساده ځواب کې نغښتې ده. ممکن د ژوند هدف، يوه ستونزمنه پوښتنه ښکاره شي ( پلار مې يواځينی کس نه و چې د دې پوښتنې په ځواب نه پوهېده.) زمونږ ډېر خلک شايد ډېر وخت د دې پوښتنې په هکله په فکر کولو ولګوي.
مګر که پورته ځوابونو ته نظر وکړو؛ نو ګورو چې دومره هم پېچلې نه ده.
نورو ته خدمت کول، بې قيد او شرطه مينه کول، زمونږ د وجود انرژي درک او تصور کول او ….
دا ټول په يو ټکي کې خلاصه کېږي: ښه احساس
کله چې يې په هکله ښه فکر وکړو، ګورو چې په ټول ژوند کې له شور، شوق او هيجان له احساسه بل څه ښه شته؟
دا چې له يو چا سره مينه وکړو او پوه شو چې هغه هم له مونږ سره مينه لري؟
په ټول ژوند کې د ژوندي اوسېدو، آزادۍ او پر انرژي کېدو له احساسه بل ښه څه شته؟
زما لپاره د زرګونو ښو احساساتو شتون چې په دې ځمکه په ټول عمر کې وجود لري، د ژوند کولو لپاره تر ټولو ښه دليل دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.