لیکنه: محمدصابر حمیدي
د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو ټیسټ سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه پای ته ورسېده، چې په یاده لوبه کې کوربه انګلستان په ۱۱۳ منډو ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه.
انګلستانۍ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼې کې ۴۶۹ او په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
خو ویسټ انډيز بیا په لومړۍ پاڼې کې ۲۸۷ او په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۹۸ منډې جوړې کړې او ویې نشو کړای، چې د انګلستانۍ لوبډلې هدف ته ځان ورسوي.
په دې سره د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې په ۱۱۳ منډو توپير د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې څخه ماته وخوړه.
د یادي لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان څخه بین سټوکس وټاکل شو، هغه په دواړو پاڼیو کې د انګلستان لپاره ۲۵۸ منډې جوړې کړې او د ویسټ انډیز درې لوبغاړي یې وسوځول.
دا د انګلستان او ویسټ انډیر لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه وه، چې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بیا ویسټ انډيز بریا خپله کړې وه.
اوس د انګلستان او ویسټ انډيز هیوادونو ترمنځ د دریو ټیسټ سیالیو لړۍ ۱ ـ ۱ مساوي روانه ده.
ټاکل شوې دا دوه هیوادونه درېیمه ټیسټ لوبه د روانې جولای میاشتې له ۲۴مې بیا د یادي میاشتې تر ۲۸مې نېټې پوري ترسره کړې.