لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی نامتو لوبغاړی او لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني د هند په کورنیو تجارتي سیالیو کې تر نورو ټولو لوبغاړو زیاتې سیالۍ ترسره کړې دي.
ډوهني په آی پي ایل سیالیو کې ۱۹۴ لوبې ترسره کړې دي او وروستۍ ۱۹۴یمه لوبه یې پرون د سنرایزر حیدراباد په وړاندې ترسره کړه.
تر دې مخکې په دې لیګ کې د ډېرو لوبو کولو لومړي ځای کې د هند سوریش رانا شتون درلود، چې ۱۹۳ لوبې یې کړې دي.
په IPL سیالیو کې د ډوهني لوبې
د هند آی پي ایل سیالیو روان پړاو ۱۳م دی، چې دیارلس واړه پړوانو کې ډوهني لوبېدلی.
ډوهني په ترسره کړو ۱۹۴ لوبو کې ۴۵۲۳ منډې جوړې کړې دي.
په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۸۴ ناسوځېدلې دي.
په ۴۲،۶۶ ایوریج یې توپوهنه کړې ده.
په IPL سیالیو کې زیاتې لوبې کوونکې لوبغاړي
۱ـ ډوهني ۱۹۴ سیالۍ ۴۵۲۳ منډې
۲ـ سوریش رانا ۱۹۳ سیالۍ ۵۳۶۸ منډې
۳ـ روهیت شرما ۱۹۲ سیالۍ ۵۰۶۸ منډې
۴ـ ډینیش کارټیک ۱۸۵ سیالۍ ۳۶۸۵ منډې
۵ـ ویراټ کوهلي ۱۸۰ سیالۍ ۵۴۳۰ منډې
۶ـ روبین اوتاپه ۱۸۰ سیالۍ ۴۴۲۷ منډې
۷ـ جدیجا ۱۷۴ سیالۍ ۲۰۰۰ منډې
۸ـ یوسف پټان ۱۷۴ سیالۍ ۳۲۰۴ منډې
۹ـ شکر داوان ۱۶۲ سیالۍ ۴۶۴۸ منډې
۱۰ـ چاوله ۱۶۱ سیالۍ ۵۸۴ منډې