د کرکټ نړیوالې شورا د کرونا ویروس پر مهال د لوبو اصول وړاندې کړل

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: سمیع الله درانی
د کرکټ نړیوالې شورا د کرونا ویروس پر مهال د لوبو اصول وړاندې کړل
د نوو اصولو له مخې بالر نشي کولای چې توپ په لاړو او روښانه یا یې شاین کړي.
بله خبره په ټېسټ لوبه کې د لوبغاړو د بدلون ده.
په ټېسټ لوبه کې که کوم لوبغاړي کې د کرونا ویروس نښې ولیدل شوې، نو له لوبې لرې کېږي او پر ځای یې بل روغ لوبغاړی لوبه پېلوي.
دا اصول د جون په نهمه نېټه اعلان شوي.
د لوبو د اصولو کمېټه چې مشري یې هندی انیل کومبلی کوي، وایي دا هرڅه یې د لوبغاړو خوندیتوب لپاره رامنځته کړي دي.
د لوبغاړو د بدلون خبره یواځې ټېسټ لوبو کې د تطبیق وړ ده، نه په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې.
که یو لوبغاړی د لاړو په مرسته د بال په لندولو ولیدل شو، نو لوبڅار به یې په شفاهي ډول پوه کړي او که بیا هم ورته عمل تکرار کړي، نو بیا لوبڅار د جدیت حق لري.

د توپوهنې برخې پاڼۍ کې که لوبغاړی بال رواخلي او لاړې پرې پنځه منډې ترې کمېږي.
د زیاتو لوبڅارانو څخه هم ډډه کېږي او د لوبڅارانو پر ځای ریوو او ډي ار ایس کارېږي.
دا هر څه د موقت وخت لپاره دي او د کرونا له پای ته رسېدو وروسته به دا اصول هم لمنځه ځي.