چینای د څلورم ځل لپاره د IPL لیګ اتلولي خپله کړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندوستان آی پي ايل سیالیو څوارلسم پړاو تېره شپه د چینای سوپر کینګز کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته په ۲۷ منډو توپیر ماتې ورکړه.

 

 

 

د پایلوبې بشپړ جذیات

 

پچه یا ټاس کلکتې لوبډلې وګاټه، چي چینای لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

چینای د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې وکړې او کلکتې لوبډلې ته یې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکی.

د چینای لپاره ډوپلېسیس ۸۶، معین علي ۳۷، ګیکواډ ۳۲ او اُتاپه ۳۱ منډې جوړې کړې.

د کلکتې لپاره ناراین دوې او ماوي بیا یوه ویکټه واخیستله.

کله چې کلکتې لوبډلې توپوهنه پیل کړه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې وکړې او په ۲۷ منډو توپير یې چینای ته پایلوبه وبایلله.

د کلکتې لپاره ګېل ۵۱، آیر ۵۰، ماوي ۲۰ او پرګوسن ۱۸ منډې جوړې کړې.

د چینای لپاره بیا ټاکور درې، هزلوډ دوه، جدیجا دوه، چهار یو او براوو هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

 

 

 

چینای لوبډلې تر دې مخکې په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸م کلونو کې اتلولې ته ځان رسولی و.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.