ګټې او زیانونه؛ واده په وجود کې دا بدلونونه راولي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
د واده په اړه به مو پخپلو کلو او شاوخوا کې زیاتې ټوکې اوریدلې وې؛ څوک واده کړو ته وایي ملا دې کړوپه شوه، هغسې فزیکي کار او ورزش نه شې کولای او داسې نورې خبرې.
خو واده له هر ډول ښو بدو تبصرو سره بیا هم ټول خلک کوي او باید هم ویې کړي، ځکه د ژوند یوه مهمه برخه ده.
دلته به هغو بدلونونو ته اشاره وکړو، چې له واده وروسته د انسان په وجود کې رامنځته کیږي.
رواني فشارونه مو کموي
دا بدلون یو مثبت بدلون دی؛ له واده مخکي به تر هر څه ډېر خپله واده ته په تشویش کې یاست.
کله به د مراسمو، کله لګښتونو، کله څه او کله څه په اړه اندیښنه کوئ، خو واده نه وروسته به دا ډېرې اندیښنې حل او ورنه بې غمه به شئ.
له واده وروسته ممکن دا فشارونه په نورو بڼو ستاسې پر ذهن و روان موجود وي، خو هغسې به نه وي لکه پخوا چې وو.
ژوند به مو منظم شي
واده نه مخکې تر ډېره خلک بې نظمه او منحصر به فرد د خپلې طبعې ژوند کوي؛ خو واده نه پس مجبوریږي چې تر پخوا منظم او با مسولیته شي.
له منظمیدو سره ستاسې ژوند بهتره کیږي، کارونو، اړیکو او نورو مسولیتونو ته په رسیدګۍ کې مو توازن او تعادل رامنځته کیږي.
مثلا: خوراک- څښاک، ویدیدل- پاڅیدل، ګرځیدل او د کورنۍ او خپلوانو پر وړاندې د مسولیتونو په پېژندلو او عملي کولو کې فعالیږئ.
لټي او د وزن زیاتوالی
د واده ګټې مو یادې کړې، ګورئ واده بې تاوانه هم نه دی.
لټ کوي مو، وزن مو زیاتوي او دا د واده ټولو نه لوی او سراسري عیبونه دي.
له واده وروسته لږ خلک به وي، چې خپل ایډیال وزن ساتلی شي.
د مسولیتونو زیاتوالی سبب کیږي، چې کلب او ورزش ته سمه رسیده ګي ونه کړای شئ.
خو که د اندام او وزن کنټرول چا ته لومړیتوب وي، هغوی ورزش ته له واده پس هم په منظم ډول دوام ورکوي.
د ژوند پریکړې مو بدلیږي
په مجردۍ کې به پریکړو ته خلاص لاس لرئ، خو واده نه پس ستاسې د ژوند دایره لوییږي.
واده لرونکي مجبور دي، چې په پریکړو کې د ګډ ژوند مسئلې له پامه ونه غورځوي.
دوی به په هر لحاظ د خپلې مېرمنې/ خاوند، اولادونو، خسرګنۍ او نورو خیښانو خیال ساتي او په پریکړو کې به خامخا دوی څه زیات او څه کم رول ولري.
نو که واده کوئ، وار له مخه دا مسئلې له پامه مه غورځوئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.