
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ۱۹ کلنو کرکټ ملې لوبډلې روزونکی رییس احمدزی د پخواني کرکټ ډایریکټر او د غوراوي کمېټې مسوول انډي مولز پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نوي کرکټ ډایریکټر په توګه وګمارل شو.
د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رییس احمدزي په ټاکلو سره به ملې لوبډله له تخنیکي اړخ لا ډېره پياوړې شي.
یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې رییس احمدزي له دې وړاندې هم د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په بیلابیلو تخنیکي څانګو کې په ښه ډول دندې ترسره کړې دي او له خپله ټولو چارو کې بریالی وو.
د یادولو ده چې نوموړی د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی چې د افغانستان په ګټه یې پنځه یو ورځنۍ نړیوالې او اووه شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې دي.