کریس‌ګېل لومړنی لوبغاړی شو، چې شل‌اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې وکړې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پياوړی او نامتو توپوهونکی کریسل ګېل د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې شل اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

هغه پرون د اسټرالیا پر وړاندې درېیمه شل اوریزه لوبه کې ۶۷ منډې وکړې او په دې سره یې خپلې منډې په شل اوریزه لوبو کې ۱۴۰۳۸ منډو ته پورته کړې.

 

د کریس ګېل شل اوریزه لوبې

 

۱ـ کریسل ګېل د شل اوریزه لوبو پيل په ۲۰۰۶م کال کې د فیبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې وکړ.

۲ـ کریس ګېل تر دې دمه پورې ۴۳۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

۳ـ کریس ګېل په یادو شل اوریزه لوبو کې ۱۴۰۳۸ منډې جوړې کړې دي.

۴ـ په یوه شل اوریزه لوبو کې یې ترټولو زیاتې منډې ۱۷۵ ناسوځېدلې دي.

۵ـ کریس ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۲۲ سلیزې وهلې دي.

۶ـ کریسل ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۸۶ نیمه سلیزې وهلې دي.

۷ـ کریسل ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۱۰۲۱ شپږیزې وهلې دي.

۸ـ کریس ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۱۰۴۹ څلوریزې وهلې دي.

 

په شل اوریزه لوبو کې زیاتې منډه جوړونکي لوبغاړي

 

۱ـ کریسل ګېل: ویسټ انډیز، ۴۳۱ لوبې او ۱۴۰۳۸ منډې.

۲ـ کیرون پورلارډ: ویسټ انډیز، ۵۴۶ لوبې او ۱۰۸۳۶ منډې.

۳ـ شعیب ملک: پاکستان، ۴۲۵ لوبې او ۱۰۷۴۱ منډې.

۴ـ ډیویډ وارنر: اسټرالیا، ۳۰۴ لوبې او ۱۰۰۱۷ منډې.

۵ـ ویراټ کوهلي: هندوستان، ۳۱۰ لوبې او ۹۹۲۲ منډې.

۶ـ مایکلم: نیوزیلنډ، ۳۷۰ لوبې او ۹۹۲۲ منډې.

۷ـ ایرون پینچ: اسټرالیا، ۳۲۱ لوبې او ۹۷۲۸ منډې.

۸ـ ډیویلرز: سویلي افریقا، ۳۳۲ لوبې او ۹۳۱۸ منډې.

۹ـ روهیت شرما: هندوستان، ۳۴۹ لوبې او ۹۲۹۱ منډې.

۱۰ـ شین واټسن: اسټرالیا، ۳۲۴ لوبې او ۸۷۹۳ منډې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.