اېرون سمر، لومړی اسټرالیایي شو چې د پاکستان لپاره لوبېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان په کورني کرکټ کې د اسټرالیا ځوان توپ اچوونکی ارون سمر لومړی بهرنۍ لوبغاړی شو، چې د پاکستان د کرکټ بورډ تر چتر لاندې د پاکستان لپاره لوبېږي.
دغه ۲۴ کلن اسټرالیایي بالر، د پاکستان په کورني یو ورځني کرکټ ټورنمنټ کې له جنوبي پنجاب لوبډلې سره تړون کړی دی.
د پاکستان یادې کورنۍ لوبې د جنوري په ۸ مه نېټه په کراچۍ ښار کې پېلېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ د اصولو له مخې یوه لوبډله کولای شي، یواځې یو هغه بهرنی لوبغاړی ولوبوي، چې د خپل اصلي هېواد لپاره هیڅ نه وي لوبېدلی.
سمر په نامه اسټرالیايي لوبغاړی به د ډېسمبر په ۲۸ مه د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ورسېږي.
دا د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی بهرنی لوبغاړی دی، چې د پاکستان کرکټ بورډ تر چتر لاندې لوبه کوي.
سمر چټک توپ اچوونکی دی او د جوفرا ارچر یا هم ټایمل مېلز په څېر چټکه توپ اچونه کوي.
نوموړی په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو بېګ باش لیګ کې لوبېدلی و او ۱۵۰ سرعت سر توپ اچونه یې په زړه پورې وه.

د ارون سمر احساسات

د اسټرالیا دغه بالر ویلي، چې پاکستان د فسټ غوره بالرانو له اړخه ډېر مشهور دی، خو دا چې ماته په پاکستانیو لوبو کې د فسټ بالر په توګه وخت راکړل شو، نو خوښ یم.
زه به له خپلې لوبډلې جنوبي پنجاب سره ښو لوبو کې کولو ملا وتړم.
سمر زیاتوي، ما په ټولنیزو رسنیو کې ډېر پېغامونه ترلاسه کړل، چې د پاکستان په څېر هېواد کې کولای شې، خپله وړتیا په کار واچوې او دې چارې زه هم وهڅولم ترڅو د پاکستان په لوبډله کې ولوبېږم.

پاکستان او د چټکو توپ اچوونکو مشهور ځای

پاکستان چې د کرکټ په اصطلاح د چټکو توپ اچوونکو د جنت په نامه هم یادېږي، پکې د چټکو توپ اچوونکو کمی نشته.
وسیم اکرم، وقار یونس، شعیب اختر او په دې وروستیو کې محمد عامر هغه بالران وو، چې تر یونیم سلو زیات سرعت سره یې توپ اچونه کولای شوه.
اوس وخت کې شاهین افریدی، وهاب ریاض، حسنین او سلیم شاه هغه بالران دي، چې خورا چټکه توپ اچونه کوي.
Pakistan v Australia: Dubai International Stadium to celebrate 10  successful years in fitting fashion | The National
خو ښایي ارون سمر ته هم د پاکستان په لوبډله په راتلونکي کې د یو چټک بهرني بالر په توګه ځای وشي.

ایا افغانستان هم بهرنیو چټکو بالرانو یا توپ وهونکو ته اړتیا لري؟

هره لوبډله په دې هڅه کې وي، چې د خپل ټیم د غوره والي لپاره نور لوبغاړي واخلي او په لوبډله کې یې ولوبوي.
د نیوزیلېنډ لوبډله کې ګلېن فلېپس او کانوی په نامه توپ وهونکي د سویلي افریقا دي، ګرېنډ هوم او ګرنټ ایلیټ د افریقا وو، د انګلستان په لوبډله کې جېسن رای د افریقا دی، بېن سټوکس د نیوزیلېنډ دی، ایئن مورګن د ایرلېنډ دی، معین علي او عادل رشید د پاکستان دي، جوفرا ارچر او کرېس جورډن د ویسټ انډیز دي.
دوی داسې یو مرکب ټیم جوړ کړی دی.
ایا افغان لوبډله کې د بهرنیو لوبغاړو شتون ته اړتیا شته؛ کنه افغانستان هم تکړه ځوان لوبغاړي لري او وخت ورته ورکړل شي؟

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.