لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوه نامتو لوبغاړو راشدخان ارمان او مجیب الرحمن ځدران د کرکټ نړیوالې شورا تازه خپره شوې درجه بندي کې خپل لومړی او دوهم ځای ساتلی.
د کرکټ نړیوالې شورا پرون چهارشنبه په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو او توپاچونکو درجه بندي اعلان کړه.
د توپاچونکو په درجه بندي کې د نیوزیلنډ تیم سوتي شپږ قدمه پرمختګ کړی او اووم ځای یې خپل کړی. د ویسټ انډیز کوټریل بیا نهم ځای څخه اتم ځای ته پورته شوی.
خو د نیوزیلنډ بل لوبغاړی سانټینر بیا له اووم ځای څخه نهم ځای ته کښته شوی.
په شل اوریزه سیالیو کې د توپاچونکو درجه بندي
۱ـ راشدخان ارمان د افغانستان، ۷۳۶ نمرې.
۲ـ مجیب ځدران د افغانستان، ۷۳۰ نمرې.
۳ـ عادل رشید د انګلستان، ۷۰۰ نمرې.
۴ـ آدم زیمپا د اسټرالیا، ۶۸۵ نمرې.
۵ـ تبریز شمسي د سویلي افریقا، ۶۸۰ نمرې.
۶ـ ایشټون اګر د اسټرالیا، ۶۶۴ نمرې.
۷ـ ټیم سوتي د نیوزیلنډ، ۶۳۶ نمرې.
۸ـ کوټریل د ویسټ انډیز، ۶۳۴ نمرې.
۹ـ میچل سانتینر د نیوزیلنډ، ۶۲۸ نمرې.
۱۰ـ کریس جورډن د انګلستان، ۶۱۸ نمرې.
په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو درجه بندي
د کرکټ نړیوالي شورا په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو درجه بندي هم اعلان کړه، چې افغان لوبغاړی حضرتالله ځاځی له نهم ځای څخه لسم ځای ته کښته شوی.
۱ـ ډیویډ مېلان د انګلستان، ۹۱۵ نمرې.
۲ـ بابر اعظم د پاکستان، ۸۲۰ نمرې.
۳ـ کېل راهول د هندوستان، ۸۱۶ نمرې.
۴ـ ایرون پینچ د اسټرالیا ۸۰۸ نمرې.
۵ـ وان ډیر ډوسین د سویلي افریقا، ۷۴۴ نمرې.
۶ـ مکسویل د اسټرالیا، ۷۰۱ نمره.
۷ـ ویراټ کوهلي د هندوستان، ۶۹۷ نمرې.
۸ـ مونرو د نیوزیلنډ، ۶۹۵ نمرې.
۹ـ سیپرټ د نیوزیلنډ، ۶۸۵ نمرې.
۱۰ـ حضرتالله ځاځی د افغانستان، ۶۷۶ نمرې.