لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک څه موده وړاندې خبر ورکړی وو، چې دا ځلي په هیواد دننه یوه سخته سیالي ترسره کوي او بلاخره یې پرون دوشنبه د خپل سیال سره د لوبې کولو نېټه اعلان کړه.
ښاغلي هوتک پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې ویلي، چې د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتي په ۲۱مه نېټه به په کابل کې د برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبه ترسره کړي.
هغه لیکلې، چې دا لوبه د یاد سرسخت سیال په وړاندې «TGFC» سازمان کي ترسره کوي، چې دی به ورته پوره چمتوالی ونیسي.
احمدولي هوتک ویلي، دښمن ته به وښایو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.
هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته کښته سي، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې.
هغه دوه کلونه مخکي کابل کې ناپېژانده کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی وو.