د هندوستان او اسټرالیا الف لوبډلو ترمنځ تمریناتي ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ پیل شوې ده.
په دې لوبه کې لومړۍ پاڼۍ کې د هندوستان الف لوبډلې پرېتوي شاو د ۴۰ منډو، شوبمن ګېل د ۴۳ منډو او د جسپرېت بومرا د ۵۵ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۴ منډې وکړې.
شین اباټ او وېلډر موت درې، درې وېکټې واخېستې.
اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ ټېسټ لوبه کې ټولې ۱۰۸ منډې وکړې، په دې پاڼۍ کې د اسټرالیا الف کرکټ لوبډله له هندوستان ۸۶ منډې باقي شوه.
په دې پاڼۍ کې بومرا د اسټرالیا دوه وېکټې هم وغورځولې.
هندوستان د لوبې په دویمه ورځ خورا ښه توپوهنه وکړه، د دې لوبډلې لپاره میانک اګروال ۶۱، د شوبمن ګېل د ۶۵ منډو، د هنوما وېهاري د ۱۰۴ ناسوځېدلو منډو او د رېشاب پنټ د ۱۰۳ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۳۸۶ منډې کړي دي.
دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې هندوستان لپاره رېشاب پنټ او وېهاري ۱۴۷ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا په ۱۳۶ توپونو کړې ده.
د یکشنبې په ورځ به هم د هندوستان کرکټ لوبډله خپلې توپوهنې ته دوام ورکړي.
بومرا او ټېسټ نیمه سلیزه
که څه هم دا لوبه تمریناتي ده او ښایي چې دا نیمه سلیزه یې د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کوم مثبت اغېز ونه کړي؛ خو بیا یې هم هندوستانیانو او نړیوالو ته خپل بېټېنګ ور څرګند کړ، چې نه یواځې دا توپ اچونه کولای شي، بلکې توپوهنه هم کولای شي او ناټ اوټ له لوبغالي وتلای شي.
د اسټرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ډېسمبر په ۱۷ مه لومړۍ رسمي ټېسټ لوبه پېلوي او د ۲۰۲۱ کال تر جنوري پورې به وغځېږي.