کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي د کرکټ نړیوالې شورا له مشر بارکلی سره کتلي دي او په دې کتنه کې یې ترې افغانستان بورډ سره د لا ډېرې مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه دغه اعلامیه لیکلې ده:
«د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي د کرکټ نړيوالې شورا له مشر ښاغلي ګرېګ بارکلي سره وليدل. په دغه ليدنه کې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د نورو دايمي غړو هېوادونو اندازه او ورته مالي مرستو د ورکړې ترڅنګ له لسو غوره هېوادونو سره د کرکټ لوبو ترسره کولو او برابرولو غوښتنه وشوه»
په خبره پاڼه کې زیاته شوې ده، د کرکټ نړيوالې شورا مشر په افغانستان کرکټ بورډ کې د لا ډېرې روڼتيا په موخه د وروستيو هلو ځلو او پرمختګونو او همدا راز د ښځينه کرکټ لوبډلې د جوړولو د ستاينې ترڅنګ د نړيوالې شورا د لا ډېرې همکارۍ ژمنه وکړه.
افغان کرکټ او د کرکټ نړیوالې شورا اړیکې
که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ ته وخت ورکړی، لوبډله یې په نړیوالو جامونو کې لوبولې، ۱۹ کلنو لوبډلې یې لوبې وکړې او نړیوال جامونه یې ولوبول.
مالي مرستې یې هم کړي دي او لوبغاړو ته یې د معاش ورکولو برخه کې هم ناغیړي نه ده کړې؛ خو بیا هم افغان لوبډله، کرکټ بورډ او د افغانستان ټول کرکټ د نړیوالې شورا معنوي او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
معنوي برخه کې یې مرستې ته ځکه اړتیا لري، چې د کرکټ نړیواله شورا باید افغان لوبډلو سره په لوبولو کې مرسته وکړي، ترڅو دې جنګ ځپلو هېواد کې د کرکټ په څېر مهم ورزش لا وغوړېږي، خلک ورزش وکړي، له دې لارې پېسې هم وګټي او هېواد کې څه ناڅه د جګړې مخه هم ونیسي.
خدای ناخواسته که د کرکټ نړیواله د لوبو برخه کې افغانستان ته ډېر سیریزونه ورنه کړي او د لوبو چانس کم ورکړي، نو کرکټ ورسره وروسته پاتې کېږي او لوبغاړي هم ورسره زړه ماتي کېږي.
نو د افغانستان کرکټ د پرمختګ پر ځای له ستونزو سره مخ کېدای شي.
بل مالي ملاتړ دی، که د کرکټ نړیواله شورا د لوبغاړو معاشونه لکه د نورو لوبډلو په څېر لوړ کړي او دې سره سره له کرکټ بورډ سره مرستې وکړي، ترڅو معیاري لوبغالي او ویشتن ځایونه جوړ شي.
چې لوبغاړي پکې ښه ولوبېږي او مسلکي کرکټ زده کړي؛ نو دلته به کرکټ لا وغوړېږي او ستونزې به راکمې شي.
د کرکټ بورډ هڅې باید څه وي؟
افغان کرکټ بورډ باید روڼتیا رامنځته کړي، مسلکي کسان په دندو وګوماري، وړ لوبغاړي انتخاب کړي.
ښه روزونکي واخلي، پېسې په سم ډول مصرف کړي، د ملت پېسې باید د ملت لپاره په لګښت ورسوي او پرېنږدي، چې شخصي جیبونو ته ولاړې شي.
نوي لوبغاړي په دقت سره راواخلي او سکواډونو کې یې له ازموینې وروسته ځای پر ځای کړي.
نو بیا هله کرکټ پرمختګ وکړي او د کرکټ نړیوالې شورا رضایت به یې هم ترلاسه کړی وي.