د افریدي مشرۍ کې یې لوبډلې څلور ماتې وخوړې؛ د جدول اخر ته لاړل

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د لانکا په نامه سوداګریزو کرکټ لوبو کې د شاهد افریدي په لوبډلمشرۍ کې د ګال ګلېډېئټرز کرکټ لوبډلې خپله څلورمه پرله پسې ناکامي ولیدله او د نومرو په جدول کې یې وروستی ځای خپل کړی دی.
یادې لوبډلې د تېرې پنجشنبې په ماښام له جفنا سټالېئنز لوبډلې څخه په ۵ وېکټو ماته وخوړه او خپلې ماتې یې څلورو ته ورسولې.
نوموړې لوبډله د نومرو په جدول کې هیڅ نومرې نه دي اخیستي او نېټ رن رېټ یې منفي یو اعشاریه ۱۱۳ دی.
د ګال ګلېډېئټرز لوبډلې د دنوشکا ګوناتیلیکا د ۵۶ منډو په مرسته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ منډې کړې وې.
دې لوبه کې له دوی سره حضرت الله ځاځی نه مل.
جفنا سټالیئنز چې تر دې دمه یې هیڅ لوبه نه ده بایللې، د افریدي پر وړاندې یې خپله څلورمه پرله پسې بریا ثبت کړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی ځای قایم کړی دی.
دې لوبډلې هیڅ افغان لوبغاړی نه دی پېرلی او ټول ورسره سریلانکایي او نورو هېوادونو لوبغاړي لوبېږي.

د لیګ لسمه لوبه کې د رحمان الله ګربز دې ماته

په لسمه لوبه کې کېنډي ټسکرز او ډمبولا وایکېنګز لوبډلې مخ شوې، ټسکرز لوبډلې ته رحمان الله ګربز په لس توپونو پنځلس منډې وکړې او کوسال مېنډس ۵۵ منډې ترسره کړې.
Shahid Afridi exits Lanka Premier League | Sports News,The Indian Express
دې لوبډلې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۵۶ منډې وکړې.
ډمبولا لوبډلې هدف په وروستي اوور کې د ۵ وېکټو په نقصان سره بشپړ کړ او ټسکرز لوبډلې ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
سمیع الله شینواري ۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نوین الحق چې له ټسکرز لوبډلې سره لوبې په ۲ اورونوکې ۲۴ منډې ورکړې او د کومې وېکټې په اخیستلو بریالی نشو.

د نومرو جدول

جفنا سټاليئنز د اته نومرو په لرلو سره لومړۍ ده، ډمبولا وایکېنګز چې سمیع الله شینواری او افتاب عالم ورسره لوبېږي، د شپږ نومرو په لرلو سره دویم ده، کولمبو کېنګز د ۴ نومرو په لرلو سره درېیم ده، دې لوبډلې سره کریم صادق او قیس احمد لوبېږي.
کېنډي ټسکرز سره رحمان الله ګربز او نوین الحق لوبېږي، په ۵ لوبو کې یې یوه ګټلې، دوه نومرې لري او د جدول په څلورم ځای کې قرار لري.
او ګال ګلېډېئټرز لوبډلې څلور لوبې بایللي، د نومرو په جدول کې وروستی ځای لري او حضرت الله ځاځی ورسره لوبېږي، چې دوه لوبو کې یې اته منډې کړي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.