حبیب؛ له ماتې خوړولو پرته یې له نړیوالو سیالیو سره مخه ښه وکړه + ویډیو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف تېره شپه ناوخته د امریکايي سیال جاستین ګیجي په وړاندې ولوبېد، چې د لوبې په دویم پړاو کې یې خپل سیال ته ماته ورکړه.
دا لوبه په ابوظبۍ کې ترسره شوه.

د حبیب او جاستین لوبه

https://youtu.be/S9NeSzUNJPY?t=280

حبیب تر بریا وروسته

تر بریا وروسته په خپل وزن کې د نړۍ اتل مسلمان روسی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په سجده پرېوت او په چیغو چیغو یې وژړل.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې په خپل ژوند کې له پلاره پرته یې لومړنۍ بریا وه.
حبیب زیاته کړه:

«تر لوبې درې ورځې مخکې مي مور راته ویل له پلاره پرته لوبه مه کوه، خو ما ورته ژمنه ورکړه، چې دا لوبه به مي وروستۍ لوبه وي.»

د حبیب پلار څه موده وړاندې د کورونا ویروس له امله ومړ. پلار یې د هغه روزونکی او مشوره ورکونکی وو.

له ازادي مبارزې سره د حبیب خدای پاماني

د حبیب نورمحمدوف پرونۍ لوبه ۲۹مه لوبه وه، چې پکې په ټولو لوبو کې یې بریا خپله کړه.
هغه تر یادې لوبې وروسته له ازادو سیالیو سره د مخې ښې اعلان وکړ.

حبیب وروسته له هغه په زیاته اندازه مشهوره شو، چې دوه کلونه مخکې یې بل سخت ایرلینډي سیال مک‌کرګور ته سخته ماته ورکړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.