لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د دې هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو آی پي ایل کې د ګډونوالې لوبډلې(ډهلي کپیټلز) تکړه او نامتو لوبغاړی شکرداوان پنځم لوبغاړی شو، چې د آی پي ایل په ټولو ترسره کړو پړاونو کې یې خپلې منډې تر ۵ زره واړولې.
هغه د آی پي ایل د روان لیګ په ۳۸مه لوبه کې پرون ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په یاد لیګ کې یې خپلې منډې ۵۰۴۴ ته ورسولې.
په دې سره شکرداوان څلورم هندی او په عموم کې پنځم لوبغاړی شو، چې په آی پي ایل کې خپلې منډې تر ۵ زره پورته کوي.
په IPL کې زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي
۱ـ ویراټ کوهلي ۱۷۸ لوبې ۵۳۶۸ منډې
۲ـ سوریش رانا ۱۹۳ لوبې ۵۳۶۸ منډې
۳ـ روهیت شرما ۱۹۷لوبې ۵۱۵۸ منډې
۴ـ شکرداوان ۱۶۹ لوبې ۵۰۴۴ منډې
۵ـ ډیویډ وارنر ۱۳۵ لوبې ۵۰۳۷ منډې
۶ـ ډیویلرز ۱۶۳ لوبې ۴۶۸۰ منډې
۷ـ ډوهني ۲۰۰ لوبې ۴۵۹۶ منډې
۸ـ کریس ګېل ۱۲۸ لوبې ۴۵۹۰ منډې
۹ـ روبین اُوتاپه ۱۸۵ لوبې ۴۵۳۹ منډې
۱۰ـ شین واټسن ۱۴۴ لوبې ۳۸۶۰ منډې