لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هند آی پي ایل سیالیو په ۱۴مه لوبه کې تېره شپه سنرایزر حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې، چې پکې حیدراباد په ۷ منډو چینای ته ماتې ورکړه.
د یادې لوبې حال
لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو آورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډې وکړې او چینای ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکی.
حیدراباد ته پریام ګرګ ۵۱، ابیشک شرما ۳۱، منیش پانډې ۲۹ او ډیویډ وارنر بیا ۲۸ منډې جوړې کړې.
د چینای لپاره ډیپک چاهار دوې، خو شردیل ټاګور او پوش چاوله بیا یوه ـ یوه ویکیټه واخیستله.
کله چې چینای لوبډله توپوهنې ته راغله نو په ټاکلو شلو آورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې او په اوو منډو یې ماته ومنله.
د چینای لپاره جدیجا ۵۰، ډوهني ۴۷ ناسوځېدلې او ډوپلیسیس بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.
د حیدراباد ته نتراجان دوې، هو بنوېشور کمار او عبدالصمد بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
د راشد غوره توپ اچونه
که څه هم راشدخان ارمان په پرونۍ لوبه کې کومه ویکټه وانه خیستله، خو په یو حساس وخت کې یې توپوهنه وکړه او خورا کمې منډې یې ورکړې.
راشد پرون څلورو آورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې، چې په هر آور کې یوازې درې منډې کیږي.
د راشد په ترسره کړو ۲۴ توپونو باندي یوازې یوه څلوریزه ووهل شوه.
پرونۍ لوبه د هند په آی پي ایل سیالیو کې د راشدخان ۵۰مه لوبه وه چې ترسره یې کړه.
راشد تر لوبې وروسته وویل، ډېر خوشحاله یم، چې بیرته فوم ته راغلم.
د راشد مخکینۍ درې لوبې
راشدخان ارمان د آی پي ایل سیالیو په روان ۱۳م پړاو کې تر دې دمه څلور لوبې ترسره کړې دي، چې څلورمه لوبه یې پرونۍ وه.
راشدخان په لومړۍ لوبه کې څلور آورونه ترسره کړه، چې ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کومه ویکټه یې وانه خیستله.
دویمه لوبه کې یې هم څلور آورونه ترسره کړه، چې یوازې یې ۲۵ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله.
بل پلوه خپله درېیمه لوبه یې بیا خورا په ښه ډول ترسره کړه، چې څلورو آورونو کې یې ۱۴ منډې ورکړې او درې مهمې ویکټې یې واخیستلې.
دا لوبه په آی پي ایل سیالیو کې د راشدخان تر ټولو غوره لوبه وه.
حیدراباد لوبډله
حیدراباد لوبډلې د آی پي ایل سیالیو په روان ۱۳م پړاو کې تر دې دمه څلور لوبې ترسره کړې دي، چې له ډلې یې دوې ګټلې، خو دوې لوبې یې بیا بایللې دي.
د نن لوبې
نن دوې سیالۍ ترسره کیږي، چې لومړۍ لوبه کې ماپښین دوې نیمې بجې بنګلور او راجستان لوبډلې او ماښام شپږ نیمي بجې بیا کلکته او ډهلي لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.