د کرکټ بورډ په نوو غړو کې محمدنبي هم شتون لري

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ بورډ پرون پنجشنبه خپل بورډ ته څلور نوي غړي اعلان کړل، چې پکې د ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل هم شتون لري.
د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ د رییس فرهان یوسفزي د وړاندیز او د کرکټ بورډ د اعلی سرپرست ولسمشر محمد اشرف غني د تایید په پایله کي څلور غړي لرې او پر ځای یې نور وټاکل شول.
په یادو نوو غړو کې د ښځو چارو اوسنۍ وزیره اغلې حسینه ساپۍ، په ولسي جرګه کې د کندهار استازی روح الله خانزاده، د ولسمشر د لومړي مرستیال ارشد سلاکار هارون میر او د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي شامل دي.
https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/posts/2735567033364544
یاد څلور غړي د ښار جوړونې او اراضي پخواني وزیر ښاغلي محمد جواد پیکار، د سوداګرۍ وزارت د پخوانۍ معینې اغلې کامله صدیقي، د ټرانسپورټ د پخواني وزیر ښاغلي حمید طهماسي او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ښاغلي عاطف مشعل پر ځای معرفي شوي دي.
د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ په ټوله کې د بورډ نهه غړي لري چې د یادو نوو غړو سربېره پکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی فرهان یوسفزی، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلی ضیاءالحق امرخېل، د مشرانو جرګې غړې اغلې ګلالۍ نور ساپۍ، د چارو ادارې د فرهنګي چارو پخوانی مرستیال ښاغلی فریدون الهام او ملي سوداګر عبدالرحمن الکوزی شامل دي.