سپورټ یاران
په ټوله نړۍ کې دستور دا دی چې د هر ډول لوبو لپاره د لوبډلو مالکان او یا هم د لوبډلو فدراسیونونه او کرکټ بورډونه هڅې کوي، چې د وړ مالي سیستم په درلودلو سره خپل ورزشي فعالیتونه ښه ترتیب کړي.
کرکټ هغه لوبه ده، چې د نړۍ په کچه یې زیات مینهوال شته او ستر سوداګریز شرکتونه غواړي چې یادې لوبې او یا هم لوبډلې سپانسر کړي.
د نړۍ په کچه شاوخوا لس ستر سوداګریز لیګونه شته او دا لیګونه خامخا د یوې کمپنۍ لخوا سپانسر شوي دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله او شپږیزه کرکټ لیګ
شپږیزه کرکټ لیګ چې ۲۰۱۳م کې تاسیس شوی دی، د دې لیګ او ورسره د افغان کرکټ لوبډلې ستر مالي ملاتړ کوونکی شرکت الکوزی شرکت وو.
دغه شرکت هرکال لسګونه میلیونه افغانۍ کرکټ بورډ ته ورکولې او د دې سربېره یې د شپږیزې کرکټ لیګ سپانسر کې مهم رول درلود.
دغه شرکت کابو یو کال وړاندې خپل مالي ملاتړ له کرکټ بورډ سره پرېښود، یو لوری د سپانسر نشتون او بل لور د کورونا ویروس هغه څه وو، چې افغان کرکټ بورډ یې په مالي برخه کې له ستونزو سره مخ کړ.
په هر حال افغان کرکټ لوبډلې په تېر کې د سپانسر د شتون له امله له ایرلېنډ، زِمبابوې او بنګلهدېش سره لوبې وکړې او دغه لوبې د مالي ملاتړ له امله د لکونو ډالر په بدل کې په تلوېزیون وښودل شوې او هېوادوالو ننداره کړې.
بل پلو په تېرو پړاوونو شپږیزو لیګونو کې هره یوه لوبډله د یوه شرکت او یا هم اشخاصو لخوا سپانسر شوې او لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې.
د چهارشنبې پر ورځ یو ځل بیا افغان کرکټ بورډ د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ لپاره تړونونه لاسلیک کړل او لوبډلې د شرکتونو له خوا واخیستل شوې.
د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې پنځو کمپنیو د شپږیزې کرکټ لیګ د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ.
کرکټ بورډ وایي، د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره پنځو کمپنیو د پنځو لوبډلو ملکیت امتیازات ترلاسه کړل، چې له دې ډلې یې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت (NAME) د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت (HCL) د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ.
مالي ملاتړ په هره برخه کې په درد خوري؛ خو مونږ یې په کرکټ کې اهمیت روښانه کوو.
مالي ملاتړ د لوبغاړو د ښه معاش لپاره مهم دی او کله چې لوبغاړی ښه معاش ولري، ښه خوراک، ښه لباس، ښه وسایل او ښې اسانتیاوې ورته برابرې شي؛ نو لوبې یې هم مثبتې وي.
دا ځکه چې په هغه د اقتصاد له پلوه کوم فشار نه وي او ذهن یې یواځې په لوبه متمرکز وي.
دویم، د سفرونو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا وي، کله چې یوه لوبډله سفر کوي، نو د لګښتونو لپاره پېسو ته اړتیا پېدا او همدا مالي ملاتړ یا سپانسر دی، چې د دوی سفرونه یقیني کوي.
په ټوله معنا پرته له پېسو او پرته سپانسر لوبډلې لوړ فعالیتونه او پرمختګونه نشي کولای.
د هندوستان سوداګریز کرکټ بورډ په کال سوونه میلیونه ډالر د سپانسر له لارې پېدا کوي.
د اسټرالیا، ویسټ انډیز، پاکستان، انګلستان او نورې ټولې لوبډلې له یو څخه زیات سپانسر کوونکي لري او همدا علت دی، چې دوی مالي برخه کې له سترو ستونزو سره نه مخ کېږي او ښې لوبې هم ترسره کوي.
نو که افغان کرکټ بورډ لا پرمختګ غواړي باید لویو سوداګریزو شرکتونو سره راڼه تړونونه لاسلیک کړي او هم د لاوزمو برخه کې ښه ملاتړ کوونکي پېدا کړي.