عمران طاهر: ما ډېره هڅه وکړه چې تل د پاکستان لپاره ولوبېږم.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
د سويلي افريقا کريکټ ملي لوبډلي لوبغاړی عمران طاهر وايي ډېره هڅه مې وکړه چې د پاکستان لپاره د تل لپاره ولوبېږم خو و نه سوه.
عمران طاهر چې په ۱۹۷۹ز کې د پاکستان په لاهور کې زېږېدلی اوس د ۴۱ کلونو په عمر دی او د سويلي افريقا تابعيت لري.
نوموړي د پاکستان لپاره په کورني کريکټ کې لوبي کړي او همدارنګه د پاکستان په ۱۹ کلونو ملي لوبډله کې لوبېدلی خو په ۲۰۱۱ز کې د سويلي افريقا لوبډلي ته هغه مهال راغی چې د سمايا دلدار په نامه د سويلي افريقا د يوې پيغلي سره واده کوي او ددې هيواد تابيعت يې ترلاسه کړ.
images 2020 07 24t2208007117897298632165998. عمران طاهر: ما ډېره هڅه وکړه چې تل د پاکستان لپاره ولوبېږم.
د عمران طاهر دا هيله وه چې تل د پاکستان لپاره ولوبيږي خو هلته ورته حالات مساعد نه وه.
عمران پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي: ” زه غواړم خلکو ته دا واضح کړم چې ما خپله پوره هڅه وکړه چې د پاکستان نمايندګي وکړم خو ونه سوه، د سويلي افريقا کريکټ بورډ ماته دا فرصت راکړ چې د نړيوال کريکټ په اړه خپل خوبونه رښتيا کړم،چې زه يې د ټول ژوند لپاره مننه کوم


د عمران طاهر پر دې ټويټ په سلګونو منفي او مثبتي نظريې راغلي.
عمران طاهر د سويلي افريقا لپاره يو تاثري سپينر توپ اچوونکی دی، چې په ۲۰۱۹ز کې يې د يو ورځنيو لوبو څخه تقاعد اعلان کړ خو لاهم هيله لري چې شل اووريز نړيوال جام کې به ولوبيږي.