لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دریو مخکښو لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران او راشدخان ارمان ته یو بل سرخوږی جوړ شو.
هغه دا چې د هند سترې تجارتي سیالۍ«IPL» او د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ په یوه میاشت کې پیلېږي او درې واړه افغان لوبغاړو ته به سرخوږی جوړ کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو به د سپټمبر میاشتې په ۱۳مه پيل شي او د یادې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د دې ترڅنګ د نوو راپورونو له مخې د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو بیا د سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پیلېږي او د نوومبر میاشتې په ۸مه نېټه به پای ته ورسېږي.
په منځ کې یې ۶ ورځې توپير دی
د دې لیګ دا پړاو د کورونا ویروس له امله د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
د ریپوټونو په اساس اوس یاد درې واړه افغان لوبغاړي دوې لاري لري، لومړی دا چې، شپږیزه لیګ کې ولوبیږي او دوهم دا چې په په IPL سیالیو کې ولوبېږي.