سهار 5 بجې له خوب څخه پاڅیدل د بریالیو کسانو عادت دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او زیاتونه:نجم الرحمن ناصري
«ډیر ښه ده چې د رڼا له خپریدو مخکې له خوب څخه پاڅیږو،ځکه دا عادت روغتیا،ثروت او عقل له ځان سره لري»
“ارسطو”
ترڅو چې اقدام ونکړئ هیڅ فکر ځواب ورکوونکی ندی،که سهار ژر له خوبه ویښ نشئ،هيڅ پر مختګ نه کوئ.
سهار وختي له خوب څخه پاڅیدل هغه کړنلاره ده چې ټولو تمرینونو ته بدلون ورکوي او پوره کوي یې،څیړونکي دا مهم کړه وړه چې ستاسو ټولو کړو وړو ته بدلون ورکوي( بنسټیز عادت )نوموي،دې لاره کې قدم ایښودل ډیر زیار،لږ سختۍ او تر ټولو ډیر تعهد ته اړتیا لري،ددې عادت په پلي کولو کې به داسې ورځ وي چې سر به مو ډیر درد کوي او داسې ورځې به وي چې غواړۍ بیرته ویده شئ،خو کله چې په منظم ډول سهار ۵ بجې له خوب څخه پاڅیدل تمرین کړئ ورځې به مو له مخکې څخه ډیرې ښې وي.
داسې عصر کې چې ډیر بدلونونه او ډیري مصروفه برنامې لرو او لار ورکي یو،سهار ۵ بجې ویښیدل هغه تکنیک دی چې ستاسو د ټولو ستونزو لپاره حل لاره ده،نور به عجله نلرئ! تصور یې کړئ چې یوازې همدا کار ستاسو د ورځې په کیفیت کې څومره اغیز لري.
د ورځې پیلول په آرامه،د ورځې پیلول په داسې حال کې چې تاسې د قوت او تمرکز احساس لرئ،دا ټول هغه څه دي چې سهار وخته له خوبه پاڅیدل یې تاسو ته درکوي،د ورځو په تیریدو به پوه شې چې ستاسو ذهن په ډیرې چټکۍ متمرکز شوی.
که دې تسلط او بریالي کیدو په اړه جدي یاست د ذهن له تیتیدو څخه مخنیوی دقیقا هغه څه دې چې اړتیا ورته لرئ.
عصب پیژندونکي،د ذهن دا حالت «جریان»نوموي چې په دې کې زموږ درک لوړې درجې ته رسیږي او نویو فکرونو ته زموږ لاسرسی زیاتوي،سهار ۵ بجې له خوب څخه پاڅیدل د جریان حالت ته په بې ساري ډول ارتقاء ورکوي،د سپیدو له خپریدو څخه مخکې پاڅیدل،هغه وخت چې شاوخوا ټول کسان ویده وي،خلاقیت خپلو لوړو درجو ته رسوي.
هره ورځ ۵ بجې له خوب څخه پاڅيدل،هغه مهم تمرین دی چې زموږ د ډیری بریاوو لامل ده او هغه لامل دی چې انسان په یوه متفکر کس بدلوي.
دا اصل د دې لامل کیږي چې انسان د مالي پرمختګنو سربیره ښه ژوند ولري او تر څنګ یې روغ رمټ وي.
اخره کې باید دا خبره ذکر کړم چې پورتنۍ ټولې خبرې ۱۴۰۰ کاله مخکې اسلام دین ټولو ته واضح کړي،که څوک د اسلام په لارښونو عمل وکړي نو هم به په دنیا کې خوښ وي او انشاالله چې د آخرت ښیګڼې به هم لاسته راوړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.