لیکنه: سمیع الله درانی
په کرکټ کې هر لوبغاړی هڅه کوي چې مثبه کارکردهګي وکړي.
ځینو لوبغاړو بیا د ځان، لوبډلې، هېواد او ان د کرکټ نړۍ ته په ریکارډونو جوړولوسره ویاړ وربښلی دی.
د زیاتو شپږیزو ریکارډونو کې پر افغانستان د مورګن ریکارډ
۲۰۱۹ م نړیوال پنځوس اوریز جام د افغان لوبډلې لپاره له ننګونو ډک و، پر افغان کرکټ لوبډله ګڼ ریکارډونه جوړ شول، چې یو له دغو ریکارډونو د انګلستان د یو ورځنیو کرکټ لوبو د لوبډلمشر ایئن مورګن دی.
مورګن د افغانستان خلاف لوبه کې په یوازې ځان ۱۷ شپږیزې ووهلې او دا په ټولو نړیوالو جامونو کې د یو توپ وهونکي لخوا لومړی نمبر ریکارډ دی.
دویم ستر ریکارډ د هندوستاني اوپنر توپ وهونکي روهېټ شرما دی، هغه د اسټرالیا خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۱۶ شپږیزې وهلي دي.
درېیم ریکارډ، اې بي ډیویلیرس ۲۰۱۵ م کې د ویسټ انډیز خلاف جوړ کړ او ۱۶ شپږیزې یې ووهلې.
څلورم ریکارډ، کرېس ګېل د زِمبابوې پر وړاندې ۱۶ شپږیزې وهلي دي.
پنځم ریکارډ، شېن واټسن د بنګله دېش پر وړاندې ۱۵ شپږیزې وهلي دي او ریکارډ کې یې ځان شریک کړی دی.
دا هغه کرکټ لوبغاړي دي، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې په یوه پاڼۍ کې یاتې شپږیزې جوړې کړي دي.
په شل اوریزو لوبو کې حضرت الله ځاځي د ۲۰۱۹ م اکټوبر میاشت کې ۱۶ شپږیزې ووهلې او ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.