لیکنه: سمیع الله درانی
د هندوستان د دوو خارقالعاده کرکټ لوبغاړو پرتله
سچېن ټېنډولکر چې د سل سلیزو ریکارډ جوړوونکی دی، د کرکټ د نړۍ یو غوره توپوهونکی و او ۲۰۱۵م کې یې له کرکټ سره مخه ښه وکړه، دی پنځلس کلن و، چې د زیاتې وړتیا له امله د هندوستان کرکټ ملي لوبډله کې شامل شو.
په ۱۹۸۹م کې یې لوبې پیل کړې او ۲۴ کاله د هند لپاره په کرکټ کې بوخت و.
ده ۲۰۰ ټېسټ لوبو کې ۵۱ سلیزې وهلې او ۶۸ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.
ویرات کولي ۲۰۱۱م کې د هند لپاره لوبې پیل کړې، لسم کال یې نږدې دی چې لوبو کې بوخت دی.
ده په ۱۴۵ ټېسټ لوبو کې ۲۷ سلیزې او ۲۲ پنځوسیزې وهلي دي.
ویرات کولي لا هم ځوان دی او کولای شي، چې ټېسټ لوبو کې خپلې سلیزې زیاتې کړي.
یو ورځنیو لوبو کې ویرات کولي تر ټېنډولکر ښه دی
سچېن ۲۶۳ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۴۹ سلیزې یې جوړې کړي او ۹۶ یې پنځوسیزې وهلي دي.
ویرات کولي بیا ۲۴۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، ۴۳ یې سلیزې وهلي او ۵۸ یې پنځوسیزې پوره کړي دي.
ویرات کولي تر دې دمه له ټېنډولکر څخه ۱۴ کاله کرکټ کم کړی او که لس کاله نور ولوبېد د سل سلیزو ریکارډ ماتولای شي.
د ۲۳۹ یو ورځنیو لوبو کې د دواړو مقایسه
ټېنډولکر ۲۳۹ یو ورځنیو لوبو کې ۹ زره ۱۰۸ منډې کړي، خو کولي بیا په یاد شمېر لوبو کې یوولس زره ۸۶۷ منډې جوړې کړي دي.
په هره لوبه کې د ویرات کولي اوسط ۵۹ اعشاریه ۳۳ منډې دي او ټېنډولکر ۴۱ اعشاریه ۹۷ دي.
کولي په ۲۳۹ اننګزونو کې ۴۳ سلیزې جوړې کړي او سچېن ۲۵ سلیزې جوړې کړې وې.
ټېنډولکر دغه شمېر لوبو کې ۴۶ نیمه سلیزې وهلې وې او کولي ۵۸ نیمه سلیزې جوړې کړي دي.
نو کولي دې برخه کې تر سچین غوره دی.
سچېن په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې سل سلیزې جوړې کړي او ویرات کولي تر اوسه ۷۰ سلیزې جوړې کړي دي.
ټېنډولکر وایي ویرات به د ده د سل سلیزو ریکارډ ماتوي.