ژباړه: نجم الرحمن ناصري
په ۱۹۵۹م یوه ترکي پیلوت د ورسپارل شوي ماموریت پر بنسټ د ترکیې د ژئودتیک موسسې لپاره له هوا څخه د ځمکې څو انځورونه پورته کړل. د انځورونو ترمنځ یو انځور و چې یوې وړې بېړۍ (قایق) ته ورته کېده. غټه بېړۍ (قایق) چې د یوې غونډۍ (تپه) پر سر د آرارت غرونو په شل کیلو مترۍ کې پرته وه.
هوايي انځور له یوه غره سره د بېړۍ لګېدلو ښکارندویي کوله، بې له ځنډه د انځور په کتو سره، ډېری متخصصان د موضوع د څارلو لېوال شول.
۱۷ کاله له اخرو پلټنو څخه تېر شول او هېڅ کشف تر کال ۱۹۷۶ پورې ونشو. په ۱۹۷۶ یوه آمریکایي لرغون پېژندونکي خپلې نوې پلټنې پیل کړې. هغه ډېر ژر د ځینو دقیقو محاسباتو په ترسره کولو سره وموندل چې د دې عظیم الجثه شي اوږدوالی د فوټبال د میدان له اوږدوالي څخه ډېر او د یوه جنګي ناو (بېړۍ) په اندازه دی چې پوره په ځمکه کې خښه شوې. کشف شوې بېړۍ تر خټو لاندې خښه شوې وه په سختۍ بې له لوړ ځای څخه تر سترګو کېدله.
هغوی ځیر شول چې د دې عظیم الجثه شي خوځول او راویستل له ځمکې د وسیع ابعادو د درلودو لپاره ناشوني دي او یوازې د ځمکه د خوځښت په مرسته کېدای شي د ځمکې له زړه سر راوباسي او د پلټنې لپاره چمتو شي.
د ران ویت له پلټنو ډېره موده نه وه وتلې چې په ۱۹۷۸ د نوامبر په ۲۵ مه په سیمه کې د ځمکې د خوځښت له امله دا بېړۍ د غره له زړه راووته او د شاوخوا ځمکې خاورې کیناستې. په دې ډول د دې بېړۍ دېوالونه شپږ متره له شاوخوا ځایونو څخه لوړ او راښکاره شول.
د ځمکې له خوځښت څخه وروسته ران ویت وویل چې کېدای شي دا شی د نوح د بېړۍ پاتې برخه وي. وروسته یو څه خوښۍ منځته راغلې او دا پوښتنه مطرح شوه:
که دا غټ قایقي ډول شی د فوټبال د ځمکې د اوږدوالي په اندازه، د آرارت غرونو په ۱۸۹۰ متره جګوالي کې، د نوح بېړۍ نه وي، خی څه کېدای شي و اووسي، او که دا شی د نوح بېړۍ ده، ایا د نوح توپان واقعاً منځته راغلی دی؟
ایا موږ د حضرت نوح د بېړۍ، چې د نړۍ په مقدسو کتابونو کې پرې غږېدلي شاهد یو؟
دلته موږ د یوې وړې بېړۍ په اړه چې د اته نفرو او یو څو ژویو ظرفیت ولري نه غږیږو. بلکې بحث د مغلقې ټکنالوژۍ پر سر دی، چې د فلزاتو د ویلې کولو مهارت، او پرمختللي وسایل او ماهره انساني قوت یې پکار وو.
له هغې ځایه چې د نوح (ع) یاران ډېر کم ول، دا پوښتنه مخ ته راځي چې نوح دا بېړۍ څرنګه جوړه کړي. ایا نوح په دې قادر و چې خپله ناو ډوله بېړۍ چې د فوټبال د میدان په اوږدوالي او تقریباً د ۳۲ زرو تنو وزن په درلودو سره په یوازې ځان جوړه کړي؟ ایا د یوې بېړۍ جوړول په تش لاس او د هغه وخت په امکاناتو، د ۴۹۶ دوه منزله مسافر وړونکو ملي بسو د ظرفیت پر درلودو د قدیمیانو په اړه د موږ له تصوراتو سره سمون لري؟
خوشبختانه د ډېرو پلټنو په ساحه کې د ژویو حضور په موندل شوې بېړۍ کې تائید کړ. د ژویو د فاضلاتو کشف چې فسیل بڼه یې درلوده او د بېړۍ له ویجاړ شوي ځای څخه بهر وتلي و، زموږ فرضیه یې واقعیت ته نږدې کړه.
د نوح (ع) د بېړۍ د جوړښت څرنګوالی
د یوې لایې کشف د بېړۍ په منځ کې، چې غلافي او کپسولي ډول و، په واقعیت کې یې بېړۍ په دوو لایو یا اصلي پوښ باندې مجهزه کوله.
آزمایښتونو د بېړۍ په منځ کې د دېوالونو اتاقونو او دهلیزونو او دوه استوانهیي مخازنو موجودیت تائید کړ. د بېړۍ ودانۍ له دریو لایو چې د لرګي له جنسه دي او د نښلونکو چسبونو په واسطه سره نښلول شوي دي، جوړه شوي.
یو مېخ چې د ۲۶ نفرو محققانو د ستروګو پر وړاندې په ۱۹۹۱ کال کې کشف شو، د مېخ د جوړښتونو له تحلیل څخه وروسته د آلومینیوم، تیتانیوم او داسې نورو فلزاتو د آلیاژونو موجودیت پکې تائید شو.
په داسې حال کې چې ګمان کېده د نوح (ع) په وخت کې وسپنه او آلیمونیم تروسه کشف او استخراج شوي نه وو.
د کښتۍ اوږدوالی ۱۵۸.۴۶ متره ده او په کښتۍ هغه کتیبه هم موندل شوې ده، چې لږ تر لږه څلور زره کاله مخینه لري.