لیکنه: عایشه حیدري
که کله هم تاسو سفر کړی وي، نو ارومرو به تاسو له لسګونو نورو کسانو سره پاسپورټ په لاس، په هوایي ډګر د خپل پاسپورټ د تاييد په تمه پاتې شوي یاستئ، نو که تاسو په دغه وخت کې د مسافرینو لاسونو ته ځیر شئ، نو په پاسپورټونو کې به یو ډېر حیرانونکی توپیرونه ووینئ چې د نورو توپیرونو ترڅنګ یو ستر توپیر د پاسپورټونو رنګ دی.
باید یادونه وکړو د پاسپورټونه د رنګونو ترمنځ توپیر بې کبله نه دی او هر یو یې د ټاکلو ځانګړتیاوو پر اساس جوړ شوي دي.
دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د پاسپورټونو د رنګونو توپیر او ځانګړنو په اړه معلومات درکړو.
د پاسپورټونه د رنګونو د ټاکلو ځانګړتياوې
د نړۍ د هر هېواد د هوا حالات، کلتور، دودونه او ژبې یو بل سره توپيرلري او همدغه توپیرونه دي چې نړۍ یې داسې رنګارنګه او ښایسته کړې ده.
د نړۍ ټول هېوادونه د خپل هويت (پېژندګلوي) د ښه څرګندولو لپاره د خپلو ملي بیرغونو، لرغونو ځایونو او ودانیو لپاره ځانګړي رنګونه ټاکلي دي، د دغو ټولو توپیرونو تر څنګ یو هم د پاسپورټ د رنګ بدلون دی.
د پاسپورټ د رنګ په ټاکنه او توپیر کې مذهبي عقیدې، لرغونې او کلتوري تجربې ونډه لري.
په نړۍ کې د ګوتو په شمار کمپنۍ شته چې د پاسپورټ رنګ، چاپ او منځپانګه جوړوي، چې له دې ډلې څخه یو هم د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان یاInternational Civil Aviation Organization (ICAO) دی.
دغه نړیوال سازمان د پاسپورټ رنګ د څلورو ټاکل شویو رنګونو (شین، سور، تور، اوبرنګ) له ډلې څخه ټاکي او ډېره هڅه کوي چې د هر ټاکلي هېواد لپاره د پاسپورت کچې (اندازې) لپاره د هغه هېواد د ځانګړنو او کلتور سره تر ټولو نږدې رنګ وټاکي.
د پاسپورټ رنګ څه مانا لري؟
تر دغې برخې د پاسپورت د نښو پېژندلو په اړه پوه شوو او تر څنګ یې په دې پوه شوو چې د پاسپورت د پوښ رنګ له څلورو ټاکلیو رنګونو څخه (سور، تور، شین، اوبرنګ) ټاکل کېږي. اوس غواړو پر دې پوه شو چې دا رنګونه څه مانا لري او ولې هر هېواد ته بېل د پاسپورټ رنګ ټاکل کېږي.
تور پاسپورټونه
تور رنګ د پاسپورټونه په پوښونو کې ډېر لږ کارول کېږي او د ځینو افریقايي هېوادونو د پاسپورټونو رنګونه تور دي.
د تور رنګ ټاکنه د افریقایي هېوادونو لپاره هېڅکله هم د توکمپالنې او توپیرپالنې څرګندونه نه کوي.
تور رنګ د افریقایي هېوادونو لپاره د درناوي وړ دی او هلته ځانګړی ځای لري، د دې تر څنګ تور رنګي پاسپورټونه ځینې اروپایي هېوادونو، لکه نیوزیلنډ او انګلستان ته هم ورکړل شوي دي.
دا به حیرانونکي وي چې پوه شئ تور رنګ په اروپايي هېوادونو کې د يووالي نښه او د مثبتو کارونو مانا لري.
سوررنګی پاسپورټ
سور رنګی پاسپورټ تر ټولو پاسپورټونو ډېر کارول کېږي، تر دې حده چې کله د پاسپورت نوم اورئ او یا هم ورته سوچ کوی، تر ډېره ستاسو په ذهن کې به سور رنګی پاسپورټ وي.
په پاسپورټونو کې سور رنګ نه یوازې عقیدوي (دیني) بڼه لري، بلکې په ځینو هېوادونو کې په سیاسي او جمیعتي (حذبي) بڼو لپاره هم کارول کېږي.
ویل کېږي چې سور رنګ د هغو هېوادونو نښه ده چې اصلي منسب یې وايکنګ ګانو Vikings (سکنډناويي جنګیالیو) ته رسېږي، له همدې کبله ترکیې هېواد د خپل پاسپورټ رنګ سور ټاکلی، د دې سربېره سور رنګه د هغو هېوادونو د پاسپورټ رنګ هم دی چې ټولنې او نظامونه یې د کمونیستي لیدلوري درلودونکي دي، لکه سیلوانیا، سربیا، پولنډ، چین، روسیې او نورو هېوادونو د خپلو پاسپورټونو لپاره سور رنګ ټاکلی دی.
اوبرنګه پاسپورټ
د اوبو رنګ دویم رنګ دی چې د پاسپورټ لپاره د ډېرو هېوادونو له لوري کارول کېږي او دغه رنګ په هر هېواد کې بېلابېلې او جلا نړیوالې ماناګانې لري.
د اوبو رنګ چې د پاسپورټ په پوښ کې د نوې نړۍ په مانا دی، له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په ډېرو هېوادونو کې د سولې غوښتنې د نړيوال رنګ په توګه وپېژندل شو او د سویلي امریکا ډېرو هېوادونو دغه رنګ د خپلو پاسپورټونو د پوښ رنګ وټاکه.
شین رنګه پاسپورټ
شین (زرغون) رنګه پاسپورټ، چې تر ډېره عقیدوي (مذهبي) بڼه لري او تر نورو ټولو رنګونو د ځینو هېوادونو په عقیدوي مسایلو کې ډېر اغېز لرونکی دی، له همدې امله د دغو هېوادونو پاسپورټونه زرغون رنګونه لري.
د بېلګې په توګه که د سعودي عربستان د اسلامي هېواد یادونه وکړو، په ډېرو روایاتو او احادیثو کې دا ویل شوي چې شین رنګ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د خوښې رنګ وو، له همدې کبله د دغه هېواد د پاسپورټ رنګ شین دی.
که د اسلامي هېوادونو، لکه سعودي عربستان بیرغ ته ځیر شئ، نو رنګ یې زرغون یا شین دی.
پرته له عربي اسلامي هېوادونو څخه نور هېوادونو، لکه نایجریا، بورکینا، فاسو، سنګال او ډېري افریقایي هېوادونو چې د اسلام وګړي او د اسلام دین هلته شتون لري، د پاسپورټونو رنګونه یې زرغون دي.
د یادونې وړ ده چې د لویدیځ افریقایي هېوادونو اقتصادي سازمان له خوا شین رنګ د اقتصادي او کلتوري یووالي په توګه په دغه سازمان کې منل شوی دی.
رنګونه د کلتورنو، قومونو او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د پېژندګلوي لپاره ښه ونډه لرلای شي. او د هېوادنو توپیر د رنګونو په واسطه په نننۍ نړۍ کې همدا پاسپورټونه دي.