ليکوال: کامران ستانکزى
له هغې ورځې وروسته چې انسان دې نړۍ ته راغى او په تدريجي ډول ټولنيز شو، نو انسانان اړ شول چې يو بل سره د راکړې ورکړې او ټولنيز کېدو په پروسه کې د افهام او تفهيم له وسيلې چې ژبه بلل کېږي کار واخلي.
نن ورځ د معاصرې نړۍ هېوادونو او د هغوى تعليمي نظامونو او نصابونو يوازې د ژبو پر زده کولو اکتفا نه ده کړې، بلکې د ژوند نورو ټولو برخو او اړخونو کې يې د زدهکړې او پوهاوي لپاره هڅې کړي او لا دوام لري چې د دې هڅو يوه ستره بېلګه د اوسنۍ نړۍ پرمختللې ټکنالوژي ده.
زموږ په هېواد کې له کومې ورځې چې د علم او پوهې ډيوې بلې شوي، له همغې ورځې را وروسته دا ډيوې د مختلفو ډلو له لوري د مړې کېدو اړخ ته او د مختلفو ډلو له لوري د لا روښانتيا او زياتېدو لور ته مايلې شوې دي چې ورسره ملې په تعليمي نظام کې ستونزې ورځ په ورځ د ډېرېدو اړخ ته روانې دي.
فعلاً زموږ تعليمي نظام له ډېرو مالي ملاتړو مګر له ټولنيزو او امنيتي ننګونو سره يو شمېر ستونزې لري چې دلته يې پر ځينو رڼا اچوو:
د مينې پر ځاى له کرکې څخه کار اخيستل: شاوخوا دوې نيمې پېړۍ پخوا نواب محبت څومره ښه ويلي دي:
محبت که حاصل نشي، معلمه
څه حاصل دى له کتابه له سبقه؟
مينه او محبت د زدهکوونکي له عاطفي اړتياوو څخه ده او د زدهکړيز محور پر مخ بايد ترې برخمن شي، ځکه پرته له اړتيا پوره کولو وړتيا او ځانګړتيا ته رسېدل ناشوني برېښي.
ډېر مو اورېدلي دي چې” مينه، مينه او کرکه کرکه زېږوي” همدارنګه بل ځاى بيا وايوو: ” نتيجه خشونت، خشونت است“.
د دې لپاره چې تعليمي نظام مو لا پياوړى او زدهکوونکي مو له هر پلوه د نړۍ د نورو زدهکوونکو سيال شي، نو اړينه ده چې د تعليمي نظام څخه په استفادې په تعليمي نصاب کې د مينې او محبت زړي وکرو او د کرکې او خشونت بوټي ترې له بېخه وباسو.
اورېدلي مې دي چې د نورو کړنو سربېره سلام اچول او بښنه کول تر نورو ډېر مينې او محبت ته لار پرانيزي او په انساني زړونو کې د ګل غوټۍ غوړوي.
سختوالى: هسې وايي يوه طالب له بل طالب څخه پوښتنه وکړه چې صرف مير دې لوستى دى؟ ده په ځواب کې ورته وويل: ما هېر هم کړ، ته وايې چې لوستى دې دى.
په واقعيت موږ ډېرى مضمونونه او درسونه سل په سلو کې زده کوو، مګر موده وروسته مو د کتاب عنوانونه هم هېر کړي وي، چې دا ستونزه فعلاً زموږ په تعليمي نصاب کې ډېره تر سترګو کېږي او اصلاً دليل به يې همدا وي چې دا کتابونه ډېرى له نورو ژبو څخه ژباړل شوي دي، مګر داسې ژباړل شوي چې فهم اخيستل ترې د ډېرى استادانو د وس خبره نه ده، زدهکوونکي خو لا پرېږده.
د دې لپاره چې دا ستونزه حل شي، په کار ده چې د کتابونو د تنظيم په برخه کې مسلکي او فني کارکوونکي وګمارل شي، چې په تعليمي نصاب کې هغه څه شامل او ور ځاى شي چې هم د زدهکوونکو لپاره نوي، جالب او اسان وي او هم ترې په راتلونکي کې په پوره ډول کار واخلي او هم ده ته او هم ولس ته د دردونو دوا وګرځي.
د مربوطه مضمون او يا درس د مفيدوالي نه په ډاګه کول: يقيني ده، هر څه چې په ژوند کې کوو تر شا يې يو څه ګټې خوندي وي او دا ګټې بيا دوه اړخه يعنې مادي او معنوي ګټګورۍ لري، دلته موږ بيا په معنوي ګټو غږېږو کومې ګټې چې له علمي او پوهنيزو څانګو او دستګاوو پورې تړلې دي.
د زدهکړيز سيستم هر فصل او هر درس يو خاص مفيدوالى له ځان سره په خپله غېږه کې لري مګر له بدمرغه بايد ووايو چې زموږ په تعليمي نصاب کې دې برخې ته هېڅ توجه نه ده شوې او مربوطه مفيدوالى ګونګ ساتل شوى او همدا ګونګوالى بيا د زدهکوونکو د ګونګتوب او بې ذوقۍ اصلي لامل جوړ شوى دى.
د شکل له لحاظه به ډېرې ميوې تر مڼې ښکلې وي، مګر چې ګټې يې روښانه شي بيا ډېرى خلک د خپل صحت د ښهوالي په پار مڼې ته مخه کوي، همداسې که د هر درس مفيدوالى او ځاى کارونه شرحه شي، نو يقيني ده چې زدهکوونکي به يې په پوره توجه تر خپلو غوږو ورسوي او په پوره زيار به يې خپلې حافظې ته وسپاري چې په راتلونکي کې ترې په مربوطه برخه کې د اسانتيا لپاره کار واخلي.
د علمي مراکزو پاشلوالى: د ژوند په هره برخه کې پر يووالي تاکيد کېږي، ځکه چې د ځواکمنتوب او بري زېري پکې په کړس کړس خاندي.
متل دى چې”له يوه لاسه ټک نه خېژي“.
د ابتدائيه صنفونو په يو کتاب کې مې يو حکايت لوستى و چې دلته يې هدف په لنډو کې را اخلم: وايي چې يو سپينږيري سړي د ځنکدن پر وخت خپل زامن را وغوښتل او ورته يې وويل: لاړ شئ او د لښتو دوې ګېډۍ راوړئ، کله چې يې زامنو د لښتو ګېډۍ راوړې، نو سپينږيري سړي د لومړۍ ګېډۍ لښتې پرانيستې او يوه يوه يې پر زامنو ووېشله او بيا يې ورته د ماتولو امر وکړ، هغوى هم په ډېرې اسانۍ سره لښتې ماتې کړې، بل وار سپينږيرى سړى د لښتو مجموعي ګېډۍ را اخلي او زامنو ته يې د ماتولو امر کوي، دا ځل يې هيڅ زوى نه توانېږي چې د لښتو ګېډۍ ماته کړي، نو سپينږيرى سړى زامنو ته په خطاب کې وايي:
“هر کله چې تاسو تيت او پرک شئ، نو ستاسو دښمن به تاسو په اسانۍ سره له منځه يوسي، مګر که تاسې سره يو شئ او د يو چتر لاندې ژوند وکړئ، نو ستاسو هېڅ دښمن به ستاسو پر ماتولو بريالى نشي.”
که چېرى په علمي برخه کې ټولې دستګاوې او مراکز په ګډه د يوه مقصد او هدف لپاره چې هغه د علم او پوهې لاس ته راوړل دي کار وکړي، نو يقيني ده چې په علمي برخه کې به هېڅ نوعه ستونزه پېښه نه شي او له همدې لوري او ځايه به د پرمختګ او پراختيا ډيوې بلې او سپرلي به خپلې رنګينې پرانيزي.
عددي درجه: زموږ په ټولنه کې ډېرى کورنۍ غواړي چې زوى/ لور او يا ورور/ خور يې اول نومره شي او په ټولنيزو اړيکو کې هم همدې کس ته تر نورو ډېر اهميت ورکول کېږي چې اول نومره يي.
زه د ښوونځي درې کلونه اول نومره او پاتې نور کلونه يې هم په عالي درجه فارغ شوى يم، خو هغه څه چې ما په دې درجه کې له لاس ورکړل هغه د مينې او سالم رقابت کول ول؛ ټول پوهېږو چې په ښوونځيو کې د اول نومره، دویم نومره او رقابتيانو يې يو بل ته په زړه کې کينه او حسد وجود لري او هر يو غواړي چې خپل رقابتي زدهکوونکى چې له هرې لارې وي تر پښو وغورځوي او ځان ترې مخکې کړي چې دې چارې په ښوونځيو کې د زدهکوونکو ترمنځ د مينې او باور فضاء په صفر کې ضرب کړې ده.
موږ، زموږ کورنۍ او ټولنه بايد پر دې وپوهېږي چې درجه هيڅ معنا نه لري، معنا لرل د زدهکوونکي په ذهن کې د شته استعداد ټولګه ده، کومه چې ورځ په ورځ د نوښت او ودې په لور مخته ځي.
که زموږ تعليمي نظام د عددي درجو يا نومرو پر ځاى د ګټګوريو سيستم پلان او په تعليمي نصاب کې ور اضافه او پلي کړي له يو خوا به زدهکوونکي د مينې او باور فضاء ته ستانه شي او له بلې خوا به د تعليمي نظام او نصاب د عصريتوب وړ وګرځي چې دا به په تعليمي برخه کې په لومړي ځل يو نوى پلان وي کوم چې د تطبيق وړ ګرځېدلى دى.
د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله!