کرېس ګېل ساروان ته؛ ته د لستوڼي مار یې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

یاران سپورټس
د ویسټ انډیز نامتو توپ‌وهونکي کرېسټوفر هېنري ګېل د ویسټ انډیز بل پخوانی لوبغاړی رامنارېش ساروان تورن کړی چې د ده د تخریب هڅې کوي.
کرېس ګېل څور ورځې وړاندې د خپلې سیمې لوبډله جمېکا ټالاواس پرېښوده او د سي پي ایل سیالیو بلې لوبډلې سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې سره مل شو.
ساروان په سي پي ایل سیالیو کې د جمېکا ټالاواس لوبډلې مرستیال روزونکی دی او له کرېس ګېل څخه یې غوښتل چې په جمېکا لوبډله کې پاتې شي او بلې لوبډلې ته ورنشي.
دا چې کرېس ګېل هم اصل د جمېکا اوسېدونکی دی، نو د دوو کلونو لپاره په همدې لوبډله کې ولوبېد، خو اوس یې تازه ویلي چې د جمېکا لوبډلې اجرایوي مشر جیف مېلر او د لوبډلې مالک کرېس پرساد سره یې اړیکې ښې نه وې.
هغه په ساروان هم تور لګولی، چې ده د جمېکا لوبډلې د روزنې مشري غوښتله، خو د کرېس ګېل وایي چې ما څاروان ته مخامخ وویل چې ته د روزنې وړتیا نه لري او لوبډله په اوبو مه لاهو کوه.
کرېس ګېل دا هم ویلي، چې څاروان د ۱۹ کلنو لوبډلې راهیسې ده دامونه اېښودل.
د ګېل له قوله چې په ۱۹۹۶م کې کله چې ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېده، نو روزونکي ته به یې ډېر شکایتونه کول، چې ګېل تر ناوخته تلوېزیون ګوري او کرکټ ته توجه نه کوي.
کرېس ګېل اوس څاروان ته ویلي: “ته د لستوڼي زهرجن مار یې، چې هر وخت له شا ګوزار کوې او له کرونا ویروس څخه بد تره یې.
خو ساروان بیا ګېل تورن کړی، چې له خپلې لوبډلې سره درې کلن تړون مات کړ او د دوو کلونو په تېرېدو سره یې لوبډله نیمه لار کې پرېښوده.
کرېس ګېل تر دې دمه په سي پي اېل سیالیو کې مخکښ توپ‌وهونکی دی او له ۲ زرو څخه یې زیاتې منډې کړي دي او په سي پي اېل سیالیو کې یې هره لوبډله په خورا دلچسپۍ سره قبلوي.
له دې وروسته به نوموړی له سېنټ لوسیا سټارز لوبډلې سره د قېس احمد او ډېرین سمي په شتون کې لوبېږي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.