د هندواڼو کښت د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي کيږي، خو تر ټولو بیا ډېر په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کي کرل کیږي.
هندواڼه د دوبي موسم یوه په زړه پوري میوه ده، چي ډیري ښې ځانګړتیاوي لري.
دا میوه ډېره خوږه ده، چي اوسپنه لري او د هندواڼې اوسپنه ددې لامل ګرځي، چي انسان ته ۴۰ سلنه ښکلا او ښایست ورکړي.
کله چي زه ورزش کوم، ټوله انرژي مي مصرف سي، نو چي هندواڼه وخورم له بدنه مي ټولي وتلي اوبه بیرته پوره سي او بیرته له لاسه ورکړې انرژي لاسته راوړم.
همدارنګه هندواڼه د سپورټ څخه وروسته د ورانه د درد لیري کولو لپاره ډېره ګټوره ده.
د هندواڼې لس روغتیایي ګټي:
۱- هندواڼه لوړ القلي لرونکې میوه ده.
۲-هندواڼه د ویني د لوړ فشار د ساتلو څخه مخنیوی کوی.
۳- هندواڼه د زړه امراضو د خطراتو څخه ساتنه کوي.
۴- هندواڼه د ویني شکر په نورمال حالت کي ساتي. یعني د ویني د شکر د زیاتېدو او کمېدو څخه مخنیوی کوي، بلکی په نورمال حال کي ئې ساتي
۵- هندواڼه په خپل ترکیب کې ۹۲ سلنه اوبه لرې، یعنی هندواڼه په لوړه کچه اوبه لرې چی د انسان په بدن کی د اوبو د ډیریښت سبب کیږی، کله چی د انسان په بدن کی اوبه ډېري سي بدن خپله دنده په ښه توګه اجرا کوي.
۶- هندواڼه د ایمون سیسټم د ویروسونو په وړاندي انټي باډي جوړوي او دا یو له مهمو سیسټمونو څخه دی، چي د انسان په بدن کی جوړیږي.
۷- هندواڼه هډوکي قوي کوي.
۸- هندواڼه انرژي تولیدوي او د کار ځواک ډېروی .
۹- هندواڼه پښتورګی پاکوي.
د هندواڼو د زوڼو په ګټو خبر یاست؟
ځیني روغتیاپالان وايي، چي د هندواڼو د زوڼو استعمالول همېشه د هغو کسانو لپاره ډېره ګټه کوي، چي د هغو په پښتورګو کي ډبري وي، یا د هغو کسانو لپاره چي ډېر کمزوري وي.
د هندواڼي زوڼي کولای سي، چي مصرف کړی او حتا دا هم کولای سي، چي هغه په اوبو کی وايشوی او د چایو په ډول ئې وچښي.
نو راځئ دا میوه چي ډېره ارزانه هم ده د خپلي ښې روغتیا او ښکلا لاسته راوړلو په موخه استعمال کړو.
ژباړه او راټولونه: محمدصابر حمیدي