په بدن کې د مالګې زیاتېدو نښې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: نسیمه محمدي
پدې مطلب کې پنځه حیرانوونکي نښې چې ستاسې په بدن کې د مالګې د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي او هغه حل لارې چې باید تر سره یې کړئ تاسې ته یادونه کوو.
که دا پنځه نښې لرئ د مالګې مصرف مو زیات دی
په هغه صورت کې چې مالګه په مناسبه اندازه مصرف شي او بډوډي هم سالم وي او ښه کړنلاره هم ولري د بدن د ضرورت وړ مالګه پوره شوې، مګر د مالګې څخه  زیاتې استفادې ته دوام ورکول، تروه خواړه او یا د بډوډو د فعالیت اختلال یا هم د اطراحي سیستم، د مالګې ډېرښت په بدن کې د اوبو تجمع او په ټول بدن یا ځینو برخو کې پړسوب رامځته کوي. ډېری مالګې او مالګینو خوړو مصرف د لوړ فشار او د زړه اړوند ناروغۍ په ځانګړې توګه هغه کسان چې د زړه ناروغیو مخینه خپل وجود یا کورنۍ کې لري لامل کېږي. د څېړنو په پایله کې روښانه شوې چې د ډېری مالګې کارول د لوړ فشار تر څنګ ځینې نور ناوړه تاثیرات لري لکه قلبي سکته، د هډوکو پوکي، د معدې سرطان، نفس تنګي او…. په سلامتیا اغېز لري.
مهمه نده د مالګې له کوم ډول ضرر سره مخ یئ، حلاره معمولا یوه ده، سودیم مو، د تر لاسه شویو خوړو سره کم او ډېری اوبه وڅښئ! یقیني ده دا کړنه بدن ته وخت ورکوي چې تعادل ترلاسه کړي. همدا چې عادي حالت ته وګرځېدئ هڅه وکړئ د مالګې اندازه کنترول کړئ. د آمریکایي خوړو لارښوونکي سپارښتنه کوي چې روزانه ۲۳۰۰ میلي ګرام مالګه باید وکارول شي.
۱: د واده حلقه مو تنګه شوې
هېڅ چاغ شوي نه یئ، نو ولې هغه ګوتمۍ چې همېشه مو په لاس وه یو ځلي دومره تنګه شوه؟ امکان لري د ګوتو غټېدل د اوبو د احتباس له امله وي. دا پېښه هغه وخت رامنځته کېږي چې د وينې مالګه ډېره شوې وي. د نت جان سانت مونیکا روغتیایي مرکز روغتیا پال مهران واثقي په وېنا:

« زمونږ بدن یو پېچلی ماشين دی چې مایعات او الکترولیتونه یې باید وساتل شي. له حده زیات د سودیم مصرف د دې لامل ګرځي چې مغز د هورمون د ترشح امر وکړي د نه جبرانېدونکي اغېز څخه خلاصون لپاره څومره چې کولای شئ اوبه وڅښئ».

۲: خوله مو وچه ده
احساس کوئ خوله مو لکه دړه داسې وچه ده؟ ممکن د ډېرې مالګې له امله وي. په باوري توګه، د سودیم لرونکو خوړو وروسته، بدن مو د اوبو او مالګې په تعادل پیل کوي. د هر څه بېرته عادي حالت ته ګرځېدو لپاره ډېرو اوبو ته اړتیا ده چې مصرف یې کړئ. په پای کې مغز د تندې پیغام لېږدوي چې د اوبو د زیات مصرف سبب ګرځي.
۳: سر مو درد کوي
ښایي فکر ته به مو ونه رسېږي هغه مالګين چپس چې مو خوړلي سردرد پورې مو تړاو لري. خو څېړنې بل ډول وایي: لویان چې روزانه ۳۵۰۰ ملي ګرامه مالګه مصرفوي درې برابر نسبت هغو ته چې ۱۵۰۰ کلي ګرام مالګه مصرفوي په سردرد اخته کېدای شي.
د لوړ فشار او سردرد تر منځ قوي اړیکه شتون لري. خو په دې څېړنه کې معلومه شوې، هغه کسان چې مالګین خواړه خوري د طبیعي فشار درلودلو سره، سره، بیا هم په سردرد اخته کېږي. څېړونکي د دې علت په لامل پوه نه دي، خو حلاره مشخصه ده: که سر مو د درد له امله چاودېدو ته نږدې و هڅه وکړئ مالګه کمه وخورئ.
۴: تل ادرارو ته ځئ
باوري څېړنې وایي: ډېرې اوبه څښل د دې لامل نه دې، چې تاسې مجبور کړي ډېر تشناب ته لاړ شئ. په حیرانتیا سره چې له حده ډېرې مالګې خوړل کولای شي همدا تاثیرونه ولري. کله چې ډېر سودیم مصرف کړئ، بډوډي مو د اضافه کارۍ لپاره اړ کېږي تر څو اضافه مالګه له وینې جلا کړي. له همدې امله له معمول زیات ادرار تخلیه کوئ.
۵: ماغزه مو ګیج او تړلي وي
نمکدانۍ، ستاسې د بدن د دېهایدریت( بې اوبو) کولو سره کولای شي تاسې لېوني کړي. ډېری مالګې مصرف مو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کوي. کله چې ستاسې د بدن اوبه کمې شي ستاسې وړتیا د واضح او روښانه تفکر کولو ته کمېږي. کله چې مېرمنې د بدن د اوبو کمښت منځني حالت کې وي، نو هماغه ده چې په آزموینه کې کمې نمرې اخلي، حافظه او استدلال همدارنګه د غبرګون ښودلو په وخت د هغه وخت په پرتله چې کافي اوبه یې لرلې، کم شوی. د بدن د اوبو له لاسه ورکول ستاسې حس او حال ګډوډوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.