د ژوند څرنګوالی او د پوستکې وچوالی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: نسیمه محمدي
د پوستکي وچېدل عادي حالت دی، چې په ساده ګۍ سره کېدای شي له منځه یوړل شي. د ژوند طرز کولای شي ستاسې د پوستکي د وچوالي لامل شي، نو تاسې یواځنې کس یۍ چې کولای شئ د خپل پوستکي د وچوالي لامل وپېژنئ.
هغه لاملونه چې د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي په لاندې ډول دي:

  • په ژمي کې له کوره بهر ډېر وخت تېرول.
  • سینګار توکي.
  • ډېر ټينګ خوړنیز رژيم.
  • تل د ډېرو ګرمو اوبو سره حمام کول.

په پایله کې کله چې د خپل ژوند څرنګوالي ته فکر وکړو وینئ چې ډېری عوامل شتون لري چې ستاسې په پوستکي تاثیر کوي. د ژمي موسم ستاسې پوستکي ته ډېری ستونزې رامنځته کوي. که تاسې ډېر وخت له کوره بېرون یۍ مثلا که له کوره بهر کار کوئ ممکن ډېر د پوستکې د وچوالي سره مخ شئ ځکه ستاسې پوستکی د باد او یخ او مرطوب کوونکو کریمونو نه کارولو په وړاندې، د لنډ وخت وروسته، وچوالي سره مخ کوي. دېر ټینګ خوړنیز رژيم هم د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي، که ستاسې بدن اړین خواړه ترلاسه نکړي ستاسې پوستکی  وچېږي او حتی امکان لري ستاسې ظاهر ستړی او بې روحه ښکاره شي. د ډوډۍ خوړلو هر وخت کې مېوه، سابه او ترکاري وخورئ او ډېرې اوبه وڅښئ. ډېری وخت د پوستکي وچوالی د اوبو د کمښت له امله وي.
په سینګار توکو کې موجود کیمیاوي مواد هم پوستکی وچوي په ځانګړی ډول هغه یې چې د الکولو لرونکي دي، تل د توکو چسب مطالعه کړئ تر څو د الکولو له شتون څخه یې ډاډه شئ.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.