ژباړه: نسیمه محمدي
د سردرد درملنه مختلفې لارې چارې لري، چې یوه یې د دارچین کارول دي. تاسې کولای شئ د دارچین څخه په مختلفو طریقو سره د سردرد آرامولو لپاره ګټه واخلئ.
په یاد ولرئ د سردرد لپاره استراحت لومړۍ خبره ده. حتا د درملو څخه ګټه واخلئ تر څو مو خوب یوسي. ډېرې خلک د سر په تړلو کم درد لري.
د دارچین پنځه اصلي خاصیتونه:
د دارچین یوه ګټه د سردرد درملنه ده. د څېړنو سره سم د دارچین یو خاصیت د درد تسکین مخصوصا د سردرد دی چې د بروفن سره برابري کوي.
۱: د سردرد درملنه د دارچین پواسطه
د سردرد یوه له ګټورو حل لارو څخه د دارچین له شیرې ګټه اخیستل دي. تاشې کولای شئ دا شیره له اوبو یا له اوبو پرته د خوږو سره یا هم پرته له خوږو وخورئ ډاډه اوسئ ورو ورو مو د سردرد لرې کېږي.
۲: لامده شوي دارچین سره د سردرد درملنه
د سردرد لپاره کولای شئ د دارچین اغږل شوي مواد تیار کړئ. د ډوډۍ خوړلو څو قاشقې د دارچبن پوډر د څو څاڅکي اوبو سره ګډ کړئ. کله چې لامده شویو موادو ته ورته شول باید په ټنډه او شقیقو ومښل شي، تر څو ورو ورو درد کم شي. د سړو له امله او سېنوزیتي سردرد لپاره ډېر ګټور دي.
۳: د دارچین او ګرمو شیدو ترکیب
د ګرمو شیدو او دارچین ترکیب د سردرد لپاره ښه درمل دي. د دې چارې لپاره یوه د چای څښلو قاشقه د دارچین پوډر په یو ګیلاس ګرمو شیدو کې حل او وڅښئ. تاسې به د سردرد کمېدو ته متوجه شئ.
۴: د دارچین چای سره سردرد کمول
د دارچین چای د سردرد مختلفو ډولونو لکه: ستړیا او استرس لپاره توصیه کېږي. د دې لپاره دم شوي چای ته یوه قاشقه د دارچین پوډر اضافه کړئ. اوس څو دقبقې صبر وکړئ تر څو دم وباسي او وروسته یې وڅښئ.
۵: د دارچین د لرګیو دم شوی چای
د دارچین لرګی چې کله وټکول شي د دارچین پوډر ترې لاس ته راځي. نو، د دارچین لرګی د پوډرو په پرتله کم ناخالص مواد او ډېر تاثیر لري. کولای شئ د دارچین د لرګي څخه د سردرد درملنې لپاره ګټه واخلئ. د دې چارې لپاره دوه عدده د دارچین لرګي په یو ګیلاس جوش اوبو کې د ۱۰ دقیقو لپاره پرېږدئ تر څو دم وباسي. که مو خوښه وي نو، کولای شئ د خوږې او لږ څه شاتو سره دارچین خواږه او ګټه ترې واخلئ.