دنده هغه ژمنه ده چې ټولنه یې د افرادو په غاړه اچوي.(اپلاتون)
د دندې سرته رسول ویښ وجدان، ویښ زړه او ظاهري غوښه هم غواړي.(اپلانون)
یا ژمنه مه کوه او که بیا دې وکړه، نو بیا دې دنده سر ته ورسوه.
(فردیک شوپن)
د ملي، ټولنیزې او دیني دندې له ټولګې وجداني دندې را منځ ته کېږي.
(فرانسس بېکن)
د دندې د اجرا پر مهال درې اصله په یاد ساتئ،سرعت،دقت، محبت.
(کپلر)
ټولنیزه دنده له انفرادي دندې بهتره ده.(سروانتس)
په دې تمه مه اوسه چې د ټولو دنده دې ستا په څېر وي، هرڅوک خپله دنده لري.(هانري پوانکار)
په کوم ډول چې ټولنه د وګړي پر وړاندې دنده لري، وګړی هم د ټولنې پر وړاندې ګومارل شوي.(چرچیل)
بې قانوني هغه وخت پیدا کېږي چې وګړی یا وګړي د دندې په تر سره کولو کې ناغېړي وکړي.(کوسکانیني)
اول دنده تر سره کړهو، بیا د نورو چارو په اړه فکر وکړه.(ناپیلیون)
هر څومره مو چې عمر او زده کړي ډېري وي، نو دنده به مو همدومره درنده وي.(جان اشتین بک)
د دندې منښت هغه وعده ده چې وګړي یې وګړو یا ټولنې ته ورکوي.
(سامویل ادامس)
تر څو مو چې وجدان اجازه در نه کړي، نه د دندې ژمنه کېږي او نه یې ترسراوی.( چایکو وسکي )
خپله دنده سرته ورسوه که د ځان د له لاسه ورکولو په بدل کې هم وي.
(اسوالداشپنګنیر)
د هغه چا دنده چې هېڅکله سرته نه رسېږي هغه مور ده.(ان برونته)