مېنیدو علمي شننه؛ مېنیدل دا پړاوونه او ځانګړنې لري

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
د مېنیدو په اړه به مو ډېرې عامیانه خبرې او تصورات اوریدلي وي.
څوک وایي مېنیدل د روحونو اتصال دی، څوک یې تصادف او د زړه خوښه ګڼي.
د ځینو په باور دا هسې ګپ او تېروتنه ده او ځینې خو یې د نړۍ په مخ ټولو نه پاک او له لوړې مرتبې برخمن کار ګڼي.
د مېنیدو د جریان او مرحلو په اړه هم نظرونه مختلف دي، څوک وایي مینه هسې پلمه ده، خلکو مخکې نه اهداف ټاکلي وي او د لاسته راوړلو لپاره یې د مینې نوم ورکوي.
ځینې بیا مینه د ړندو سترګو کار ګڼي او وایي چې زړه په چا ورغی، ورغلی او دلیل و منطق نه غواړي.
دا په عامه اصطلاح ټولې د سرچوک خبرې دي، راځئ نن د مېنیدو په اړه د علمي څېړنو په حال ځان پوه کړو.
بیولوژیکي بدلون
د پوهاتو په نظر مېنیدل یو بیولوژیکي بدلون دی، چې د سترګو د تماس، د غږ اوریدو، بویولو او هورموني فعالیتونو یا د روان پوهانو په باور(بل ډول کیدو) په پایله کې رامنځته کیږي.
د مېنیدو پړاوونه
د علمي څېړنو له مخې مینه له یوې ثانیې هم په کم وخت کې رامنځته کیږي.
څېړنې څرګندوي، چې د مینې غشی د انسان زړه نه؛ بلکې ماغزه هدف ګرځوي.
په ماغزو کې بیا څلور برخې دي، چې مینه یې هدف ګرځوي او خپله ولکه پرې ټینګوي.
تر مېنیدو وروسته
له مېنیدو وروسته انسان د خوښۍ احساس کوي. علمي څېړنې د دغې خوښۍ دلیل پر ماغزو مثبتې اغېزې ګڼي.
د دغو اغېزو له کبله د ښکلولو حس ژوندی کیږي او انسان د مقابل لوري ښکلولو ته ډېر هوسیږي.
د دې ترڅنګ د انسان جنسي لېوالتیا هم مقابل لوري ته پیدا کیږي.
دا لېوالتیا د هرمون په نوم د تستوسترون له غوړیدو سره هم په نارینه او هم په ښځینه لوري کې رامنځته کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.