قلم او حقیقت؛ څو د قوت ټکي یې چې پوهانو بیان کړي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
قلم
هغه قلم چې ماشوم یې په ښوونځي کې په لاس کې اخلي، خپل راتلونکی پرې جوړوي. (ژان ژاک روسو)
که چېرې قلم نه وای بشر به د تکامل نننۍ دورې ته نه وای رسېدلای. (برتراند راسل)
کوم قلم چې د خیر لپاره پورته نشي مات دې شي. (ویکتور هوګو)
هغه ملتونه ډېر متمدین دي چې وګړي یې د قلم خاوندان وي.
(بر تولدبرشت)
قلم هېڅ هم نه دی، خو د قلم خاوند هرڅه دی. (موریس مترلینګ)
انسان بغیر له قلمه انسان شو، مګر بې قلمه به له منځه لاړ شي. (ګوګول)
د قلم وسله دې کمزوري وګرځوي، زورور هسې هم نورې وسلې لري.
(الفرد نوبل)
د قلم نوکه ډېره کوچنۍ؛ خو د کار پایله یې ډېره ستره ده. (مونتسکیو)
د قلم خاوند باید له قلم سره مینه وکړي چې خیر یې خلکو ته ورسېږي.
(پاسکال)
هغوی چې قلم پلوري، خپله ابرو، حیثیت او شرف یې پلورلی. (امېل زولا)
حقیقت
حقیقت هغه څراغ دی چې هم په کور او هم په مسجد کې روا دی. (سیدجمال الدین افغان)
د حقیقت د بیان لپاره یوازې دا بسنه کوي، چې د حق کلیمې سرچینه اخلي.(شبلي)
حقیقت لمر ته ورته دی او لمر د تل لپاره په وریځو کې نه پټيږي.
(ګوستا ولوبون)
واک او زور درې مرحلې لري، په کوچنیوالي کې زور، په ځوانۍ کې واک او په بوډاتوب کې بیا زور. ( امانویل کانت )
د وخت زور دټولو واکونو مانع دی.( جوردانو برونو)
واک یوازینۍ ازادي ده چې کم خلک یې په اره مانا پوهېږي.
( ګابریل ګارسیامارکز )
واک دژوند لپاره ښه دی، نه له ازادۍ دبې ځایه ګټې اخېستنې لپاره.
(جاحظ بصري)

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.